Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه

تاند(پنجشنبه، د سرطان دويمه)‌‏‏ د ملګروملتونو  امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ( د افغانستان پ وخت د مازدیګر په ۶ نیمې بجې) په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزاوه.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت سرپرست او مرستیال رامز الاکبراوف د افغانستان د وروستي وضعیت، په تېره بیا په پکتیکا او خوست کې د زلزلې د زیانونو او مرګ ژوبلو د پراخوالي، زلزله ځپلیو ته د مرستې رسونې، د مرګ ژوبلو د شمېر او نورو کړاوونو په اړه څرګندونې وکړې.

ده چې له کابل څخه د ویدیو کنفرانس له له لارې د امنیت شورا غونډې ته خپل راپور وړاندې کاوه، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د ښځو د محدودیتونو په اړه هم خبرې وکړې.

دې غونډې ته د امریکا ساتازې وویل چې که طالبان غواړي له نړیوالو سره ښې اړیکې ولري باید د ښځو خلاف محدودیتونه پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي سیاسي دفتر یوناما پر اساس په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونود سرمنشي د وروستي راپور په هکله هم خبرې وشوې.

تر غونډې مخکې یوناما ویلي و چې په دې غونډه کې به په بشري چارو کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال رامز الاکبروف د دغه هیواد د موجود وضعیت په باب د امنیت شورا غړو ته معلومات ورکړي.

ملګروملتونو په یو راپور کې ویلي، طالبان د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل له میاشتې وروسته افغانستان کې خپل واک پیاوړی کړی او خپل ۴۱ غړي چې نومونه یې د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې دي په کابینه او نورو لوړو څوکیو کې ګمارلي دي.

ملګروملتونو په دغه راپور کې ویلي، چې په لوړو څوکیو باندې ټاکل شوي دغه طالب چارواکي د کاري وړتیا پر ځای د ګوندي د اړیکو او وفادارۍ پر اساس ګمارل شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې د القاعدې د ډلې د مشر له خوا د طالبانو مشر ته د بیعت د بیا نوي کولو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې د ملګروملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.

د ملګروملتونو د عمومي منشي په وروستي راپور کې افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیت ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي چې دغې ډلې یو ځل بیا په دغه هیواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان د القاعدې د شتون او ازاد فعالیت په اړه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پرخلاف وکاروي.

همداشان د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندیښنې هم بې ځایه بللې او ادعا یې کړې چې داعش په دغه هیواد کې فزیکي حضور نلري.

د ملګرو ملتونو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د افغانستان لپاره ددغې ټولنې د عمومي منشي د ځانګړې استازې د کار موده تیره اونۍ پای ته ورسېده.

ملګروملتونو عمومي منشي تر اوسه لا د افغانستان لپاره خپل ځانګړی آستازی نه دی ټاکلی خو په سیاسي چارو کې یې یو جرمني دیپلومات مارکوس پټسل د خپل مرستیال آستازي په توګه ټاکلی دی.

د معلوماتو له مخې مارکوس پټسل به د نوي ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو د عمومي منشي د ځانګړي آستازي چارې هم پرمخ یوسي.

طالبانو د ملګرو ملتونو له لوري پر خپلو دوو تعليمي چارواکو د بهرنيو سفرونو د بندیز د دوام پریکړه « غیر منصفانه » وګڼله او خبرداری یې ورکړ ، چې د دوی په وينا « داسې بې ځايه فشارونه » به کومه پایله ونه لري.

ويل کيږي چې د طالبانو پر دغو مشرانو د بهرنيو سفرونو د بندیز دوام د نجونو زده کړو ته د هغوی د مزاحمت له کبله شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...