Homeخبرونهپه کابل کې د هند سفارت ته يوه تخنیکي ډله رسېدلې

په کابل کې د هند سفارت ته يوه تخنیکي ډله رسېدلې

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲ مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د هند يوه تخنیکي ډله کابل ته په رسېدو د دې هېواد سفارت کې ځاى پرځاى شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، هند له افغانانو سره تاريخي او متمدنې اړيکې لري او د خپلو شريکانو سره په همغږۍ او نږدې څارنې په موخه اغېزمنې بشري مرستو رسولو او افغانانو سره د تعامل په خاطر د هند يوه تخنیکي ډله نن کابل ته رسېدلې او په سفارت کې ځاى پرځاى شوې ده.
سرچینه زیاتوي، څه موده مخکې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د دوى يوه بله ډله له طالبانو چارواکو سره هم ليدلي او په ليدنه کې امنیتي مسایل وارزول شول.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، افغانانو سره د هند ملګرتیا او په ځانګړې توګه بشري مرستې په راتلونکي کې هم دوام کوي.
سرچینه دغه راز وايي، په افغانستان کې د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بشري مرستو يوه بار الوتکه هم کابل ته رسېدلې ده.
ياده دې وي چې هند تېر کال د اګسټ په 15مه وروسته له هغې سفارت وتاړه چې محمد اشرف غني له افغانستانه ووت‌ او افغان حکومت وپرځېد او طالبانو پر کابل ولکه ټينګه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...