Homeخبرونهد پکتیکا او خوست په زلزله کې ۲۰۰ وزیرستاني کډوال هم مړه...

د پکتیکا او خوست په زلزله کې ۲۰۰ وزیرستاني کډوال هم مړه شوي

تاند(جمعه، د سرطان ۳ مه) د افغانستان په وروستۍ مرګونې زلزله کې د شمالي وزیرستان شاوخوا ۲۰۰ کډوال هم مړه شوي دي.

په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سپېره ولسوالي کې د شمالي وزیرستان د مداخېل قبیلې نژدې ۳۰ تنه مړه شوي دي.

همداراز د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالیو ترمنځ په ډنګر سیمه کې د شمالي وزیرستان ۱۷۰ کډوال مړه شوي دي.

په کراچۍ کې مېشت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي نبي وزیر ویلي چې په ډنګر سیمه کې د دوی د کورنۍ د څلورو ورېرونو په ګډون ۳۵ کسان مړه شوي دي.

ده همداراز ویلي چې دې زلزلې د شمالي وزیرستان شاوخوا ۶۰۰ کډوال زیانمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتو د اټکل پر اساس د افغانستان وروستۍ زلزلې شاوخوا ۲ زره کورونه نړولي دي. د دې ادارې پر اساس، د هرې افغانې کورنۍ د غړیو شمېر په متوسط ډول ۸ تنو ته رسېږي نو ګومان کوي چې د مرګ ژوبلو حقیقي شمېر ښايي خورا ډېر وي.

د ملګروملتو د بشري همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، هڅې روانې دي چې په سیمه کې وبا خپره نه شي. اوچا ویلي چې سر له اوسه لا د نس ناستي او شدید نس ناستي د نیم میلیون پېښو راپور ورکړای شوی دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر ویلي چې له زلزلو وروسته د وبا د خپرېدو اندېښنه په ځانګړي ډول جدي وي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې لس ټنه طبي مرسته د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته استوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...