دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط-انو عدليې وزير: د اقتصادي ستونزو او امریکا له لاسه د...

د ط-انو عدليې وزير: د اقتصادي ستونزو او امریکا له لاسه د نجونو ښوونځي تړل شوي

تاند( جمعه ، د سرطان درېیمه)‌‏‏ د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی ، چې مشري ېې د اسلامي فقهې د نړیوالې اکاډمۍ مشر «وتوب مصطفی سانو» کوي ، کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د عدليې وزير مولوي عبدالحکیم شرعي سره د ښځينه حجاب او ښوونځيو په اړه خبرې کړي دي.

ویل شوي ، چې د پلاوي د سفر اصلي هدف په همدغو موضوعاتو له طالب پلاوي سره خبرې اترې دي.

ياد شوي پلاوي د طالبانو د عدليې وزير سره پر يادو مسايلو غږیدلی او طالب وزیر ورته ويلي:« موږ د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو د زده کړو طرفدار یوو.»

د طالبانو د عدليې وزير زياته کړې: « ښوونځي او مدرسې اوس هم فعاله دي ، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شو کولای چې نجونو ته جلا مدرسې او ښوونځي جوړ کړو ، ځکه امريکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او بانکي فعاليتونه بند دي.»

د طالبانو وزير دا هم وويل ، چې د دوی د حکومت له په رسمیت پېژندلو سره به ډېری اوسني ستونزې حل شي.

د ده په وينا اسلامي هېوادونه د طالبانو د حکومت د نه په رسميت پېژندلو لپاره هېڅ کوم عذر نه لري.

طالب چارواکو ويلي ، چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ورته په دې اړه اسلامي هېوادونو سره د خبرو ډاډ ورکړی.

خپله ياد شوي سازمان په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ځينو شنونکو په باور ، طالب مشران یا خپله تر اوسه افغانستان ته له پخوانيو عینکو ګوري او د نجونو او هلکانو د ښوونځيو له جلا والي او په دې اړه له شته امکاناتو خبر نه دي او یا د نړیوالو سترګو ته خاورې شیندل غواړي.

د افغانستان د نجونو او هلکانو ښوونځي تقریبا ټول سره جلا دي او د اقتصادي ستونزو پلمه په دې برخه کې طالب مشران په داسې وخت کوي ، چې په ډېرو ولايتونو کې ېې د پریمانه مدرسو له موجوديت سره – سره د ښوونکو د روزنې مرکزونه او مسلکي انسټیټیوټونه په مدرسو بدل کړل.

د نجونو د ښوونځيو د تړلو له پیله پر طالبانو تور و ، چې له دې اقدام څخه د خپل حکومت د په رسميت پېژندلو او نورو سياسي موخو لپاره کار اخلي.

7 COMMENTS

  1. د افغانستان شتمني په نړیوالو بانکونو کې د سوداګریزو موخو او راکړې ورکړې او د افغانیو د پشتوانې لپاره اېښودل شوې وه ، د هغې آزادې او یا منجمد کېدل پرټالبانو هېڅ اړه نه لري .
    دغه غیر شرعي او د تحصیل دښمن وزیر ته باید وویل شي چې « دِه در کجا و درختها در کجا ؟ » په افغانستان کې د هلکانو او نجونو ښوونځي د اماني دورې له پیله تر اوسه جدا دي . یواځې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نړیوالو نورمونو پراساس ځوانان او پېغلې یوځای په تحصیل بوختې وې .
    له بلې خوا په افغانستان کې زده کړه او تحصیل مجاني دی ، یواځې ښوونکو او استادانو ته دولت معاش ورکوي . نو کوم مصارف دي چې غیر شرعي وزیر ئې له ورکولو عاجز دی ؟

    • بریاله دا قدرت خو تاسو دې جاهلانو ته ورکه ، خبرې د حقیقت لري خو د جهالت علت تاسو شوۍ که چېرې د کرزي جاهل او غني سوړن په دوره کې د کار کړی وي !! دا نوروته : ورک ، مړ او جاهل پښتون ډير ښه دی نسبت عالم پښتون ته !! بیدار شه بریاله

  2. سپږنه
    دا بانه چي ګواک طالبان د نجينو ښونځيوته بوديجه نه لري هغه هم د عدليي د وزير له خوا د تعجب وړ ځکه ده چي تاسي د مدرسو لپاره په پوره کچه پيسي لري چي هلته چړيانو ته دليليي شانته شرايط برابره ولای شي اما په هغو موجوده دتير رجيم په ودانيوکي نجينو د تدريس اجازه نه ورکوی او ښوونکي نه شيي ګمارلی دا خبره هيڅ د منلو نه ده. خو واقعت داده چي ستاسي موجديت د اولس په جها لت کي خوندي ده.

  3. دادې خرې زامن غولخوري دوی د ښځو ازلي دښمنان دي ! دوی دې د عائشې دراني د ښځو لیسې ته اجازه ور کړي د معلمینو معاش یې پر ماندې زه یې ورکوم ! دا جاهلين درواغ وایې اسلام ددوی يوه اله ده چې د هغه په واسطه هره مرداري او جهالت کوي !!

  4. دا فریبکاره د پنجابی پاکستان قدیانان او بی سواده وحشیان د افغان ملت د تعلیم او ابادی ستر دوښمنان دی او دا ځناوران وحشیان همیش درواغ وائی او دی پلیتانو ته ددرواغو خپرونو د پنجابی پاکستان مشاورینو له خوا ورته هدایت کیږی او پنجابی پاکستان غواړی چی ددی پلیتو تنظیمونو او طالبانو په وسیله ددوی داسی غپا ګانو په وسیله افغان ملت کاملآ جاهل معرفی کړۍ شی ( ددی خائینو حلقو سره خائین کمونیستان هم ګډ شوی دی ) ، افغان ملت ته د ا ټولی بدبختی دشهید محمد داؤد خان کمونیستی کودتا راوستی دی خدای پاک ددا ټول کودتا چیان او ددوی پلویان تباه کړی أمین!!!!!

  5. دی وزیر هم لکه اوسنیو فقراوو خپله د خواست کراچی د سرک پر غاړه درولی؛نه پوهیږی خیرات څنګه غوښتل کیږی؟ هغه د یو علمی نړیوال مرکز مشر دی،هغه غواړی چې دین در زده کړی،دی شرمیدلی جاهلانه موقف نه د وباسی او غلطی رفع شی ،دی ټول مشکل پر اقتصاد وراچوی،حال دا
    چې که اوسنی تشکیلات او تخصیص د بودیجی کوم چې د مدارسو په نامه اعلان شوی څو چنده د نجونو دلیسو داستاذانو د معاشاتو دی۰
    خو ډدی درواغو،مکر او فریب،عوام فریبی،انحصار،د علومو او متخصصینو سره دښمنی او نور جاهلی تعصبات دا ښیی چې حقانیه مدرسه؛څه ډول تعلیمی او تربیتی نظام لری؟
    د اسلام ،ملت،امت او بشریت خدمت لپاره څه لری که د پنجاب د استخباراتو دسایس او توطئی په
    پنځمه صوبه کی اجرآ او تحمیلیږی او د مدارسو نه منحیث د شر او فساد مرکزونو ،ملیشه صادروی
    او نور حقانیه او فروعات یی افغان خاوری ته انتقال او دنیاوالو ته وښیی ، پنجاب هر څه تصفیه او
    ټول د شر مراکز؛اوسنی مدرسی، ادرس افغان خاوره ده نو بیا به پنجاب وی او نوی پروژی افغانستان
    کی او د قبایلو نه هم څو میل وړاندی۰
    دملا باغی اخوند ،شهید خیل او نورو اجیرو فعالانو دا حرکات د ملیشه سازی د تسریع لپاره ګامونه
    دی د مدړسی او اسلام تر پردی لاندی د پنجاب د بی دینه حکامو د پلیدو موخو لپاره۰

  6. دی وزیر هم لکه اوسنیو فقراوو خپله د خواست کراچی د سرک پر غاړه درولی؛نه پوهیږی خیرات څنګه او له چا نه غوښتل کیږی؟ چې دا هم دډی وزیر کار ندی ؛هغه میلمه د یو علمی نړیوال مرکز مشر دی،هغه غواړی چې دین در زده کړی،دِی شرمیدلی جاهلانه موقف نه دِ وباسی او غلطی رفع شی ،خو وزیر ټول مشکل پر اقتصاد وراچوی،حال دا
    چې که اوسنی تشکیلات او تخصیص د بودیجی کوم چې د مدارسو په نامه اعلان شوی ،وکتل شی څو چنده د نجونو دلیسو داستاذانو د معاشاتو دی۰
    خو ډدی درواغو،مکر او فریب،عوام فریبی،انحصار،د علومو او متخصصینو سره دښمنی او نور جاهلی تعصبات دا ښیی چې حقانیه مدرسه؛څه ډول تعلیمی نصاب او تربیتی نظام لری؟
    د اسلام ،ملت،امت او بشریت خدمت لپاره څه لری ؟ که د پنجاب د استخباراتو دسایس او توطئی په
    پنځمه صوبه کی اجرآ او تحمیلیږی او د مدارسو نه منحیث د شر او فساد مرکزونو ،ملیشه صادروی
    او نور حقانیه او فروعات یی افغان خاوری ته انتقال او دنیاوالو ته وښیی ، پنجاب هر څه تصفیه او
    ټول د شر مراکز؛اوسنی مدرسی، ادرس افغان خاوره ده نو بیا به پنجاب وی او نوی پروژی افغانستان
    کی او د قبایلو نه هم څو میل راوړاندی۰
    دملا باغی اخوند ،شهید خیل او نورو اجیرو فعالانو دا حرکات د ملیشه سازی د تسریع لپاره ګامونه
    دی د مدړسی او اسلام تر پردی لاندی د پنجاب د بی دینه حکامو د پلیدو موخو لپاره۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب