دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان بندي اسدالله هارون له ګوانټانامو زندان څخه خوشې شو

افغان بندي اسدالله هارون له ګوانټانامو زندان څخه خوشې شو

تاند( جمعه ، د سرطان درېیمه)‌‏‏ د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ‏له ګوانتانامو زندانه افغان بندي اسدالله هارون را خوشی دوی ته وسپارل شو

د نوموړي په وينا ، دغه بندي د طالبانو د اسلامي امارت په هڅو او له امریکا سره دمخامخ اومثبت تعامل په نتیجه کې خوشې شوی.

نوموړی زیاتوي ، چې د دغه بندي له خوشې کيدو سره یو بل افغان بندي په ګوانټانامو زندان کې باقي پاتې دی.

‏طالب وياند زياتوي، چې په نورو هېوادونو کې د بندي شوو افغانانو راخوشي کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نه شي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، ‏همدا اوس له ځینو هغو هېوادونو سره په تماس کې دي چې هلته افغانان په مختلفو عنوانو بندیان شوي او د ژر را خلاصیدو هلې ځلې یې روانې دي.

د طالبانو وياند زياتوي، چې اسدالله هارون به نن له خپلې کورنۍ سره يوځای شي.

‏هغه د نوموړي په خلاصون کې له قطر هېواد څخه د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه کړې او دغه هېواد ېې « ورور» ګڼلی.

د طالب ویاند څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې یو شمېر افغان منتقدین ېې په هېواد کې دننه له خپلو منتقدینو او د افغانستان د ړنګ شوي نظام له منسوبینو څخه د طالبانو په لاس د زندانونو پر ډکیدو نیوکې کوي.

طالبان بيا د خلکو بندیانول او شکنجه کول ردوي او د بهرنيو چارو وزير خو ېې ادعا کوي ، چې دوی هیڅ سیاسي بندي نه لري.

2 COMMENTS

  1. خبره دا نه ده چی په ګوانتانامو کی ناست زندانیان مجرمین دی که نه بلکه خبره دا ده چی د ګوانتانامو د زندان شتون د بشری کرامت او بشری حقوقو د مراعات د ادعا خلاف کړنه ده.
    امّا
    امریکائیانو به احمد یا محمود د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی کړی وی خو پر ځای ئې د افغان د پراخ سرزمین او ۳۰ میلونی وولس څخه ستر زندان جوړ کړیدئ او زندانبان ئې هغه څوک ګومارلئ دئ چی وولس سخته کرکه ترې لری.
    د مظلوم وولس شونډان هغه وخت نور چاودیدلی او ستوني ئې نور هم وچ سی کله چی ووینی امریکائی او طالب پخپلو منځو کی په زرګری جګړه بوخت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب