دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+داسې رادار چې د دېوال شا پرې لیدل کېږي

داسې رادار چې د دېوال شا پرې لیدل کېږي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲ مه) کېمرو ټیک کمپنۍ د زاور ۱۰۰۰ (Xaver) په نوم یو ډول نوي پوځي رادارونه جوړ کړي چې د دېوالونو شا پرې لیدل کېدای شی.

په دې وسیله، انسان په ولاړه، ناسته، پروته او بل هر حالت کې لیدل کېږي او همداراز ورته څرګندېږي چې هدف ماشوم دی که څاروی یا بل شی.

د (interesting engineering) د راپور له مخې، د کېمرو ټیک کمپنۍ دا نوی وړل کېدونکی یا سیار محصول ډېر واضح تصویر ښيي او له هر راز خنډ سره سره هدف د دېوال له شا ښيي.

دا کمپنۍ د کوچنیو وسله والو سیستمونو، الیکترونیک او لیزر، د عکاسۍ سیستمونو او سمندري ځواکونو په برخو کې فعالیت کوي او د ټکنالوژۍ نسبتاً اوږده مخینه لري.

د زاور ۱۰۰۰ له مخکینیو نمونو څخه د نړۍ په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې په پوځ، عملیاتونو او استخباراتي برخو کې کار اخیستل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب