Homeخبرونهد بریښنا شرکت دوه انجینیران وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

د بریښنا شرکت دوه انجینیران وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

تاند( جمعه ، د سرطان درېیمه)‌‏‏ د افغانستان د برېښنا شرکت دوه انجنیران د هلمند – کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله وژل شوي دي.

 ياد شوي شرکت په يوه اعلاميه کې ويلي ، چې یو تخنیکي ټیم يې له یوه نیمې میاشتې راهیسې د کجکي برېښنا فابریکه کې په کار بوخت وو، چې پرون کابل ته د ستنیدو پر وخت ېې د هلمند – کندهار په لویه لاره ټرافیکي پېښه وکړه.

سرچينه زياتوي:« په دې پېښه کې د افغانستان برېښنا شرکت دوه تنه پیاوړې انجنیران، انجنیر راز الدین او انجنیر نوید فیضي په شهادت ورسیدل.»

په دغه پېښه کې د برېښنا شرکت دوه نور انجنیران( انجنیر خواجه عزیز صدیقي او انجنیر عبدالمتین بارکزی) او ددوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.

د برېښنا شرکت طالب چارواکو د دغو انجنيرانو شهادت د افغانستان برېښنا شرکت کورنۍ او هېوادوالو لپاره یوه ستره او نه جیبرنېدونکې ضایعه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...