یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف له ملا حسن اخند سره ټليفوني خبرې وکړې

شهباز شريف له ملا حسن اخند سره ټليفوني خبرې وکړې

تاند( جمعه ، د سرطان درېیمه)‌‏‏ ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره تېر ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، په دې خبرو کې شهباز شریف د طالبانو رئیس الوزرا ته په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او طبیعي پېښو له املهد خپل حکومت او خلکو په استازیتوب په رامنځته شویو انساني او مالي زیانونو خواشیني وښوده او طالبانو ته ېې د هر اړخیزو همکاریو او مرستې ډاډ ورکړ.

د پاکستان لومړي وزیر وویل: « په دې سخت وخت کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یوو او له ټپیانو سره د عاجلې مرستې لپاره مو د انګور اډې‏او غلام خان بندر دروازې د هغوی پرمخ پرانېستې دي.»

 شهباز شریف زیاته کړه، له پېښې سمدستي وروسته سیمې ته زموږ د مرستې لومړۍ بسته رسېدلې او اړوندو ارګانونو ته مې دنده سپارلې چې نور اړتیا وړ توکي هم برابر او ورسوي.

پاکستاني صدراعظم همداراز ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د رغاونې لپاره به په نړیوال سټیج د امریکا متحدو ایالتونو له لوري د افغانستان د ګنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

‏د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان لومړي وزیر له غمشریکۍ څخه مننه وکړه وې ویل، دا چې په دې سخت وخت کې پاکستان د یو مسلمان ورور هیواد په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی موږ یې قدرداني کوو.

‏ملا محمد حسن اخند وویل، زلزلې، واورې او سیلابونو د افغانستان ګڼ ولایتونه ځپلي او سمدستي حکومت، سوداګرو، خیریه موسسو او خیرخواه خلکو د خوست او پکتیکا له خلکو سره خپل وس مرسته کړې او له زیانمنو سره د راتلونکو مرستو د ارزونې لپاره مو خپل ټیمونه سیمې ته استولي دي.

‏د طالبانو رئیس الوزرا د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان له طبیعي پېښو څخه ډ‌ېر زیانمن شوی دی، نړۍ او مرستندویه هیوادونه باید په دې برخه کې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره عاجله مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده ، چې تر اوسه پاکستان ، ایران ، قطر ، ترکېې او هندوستان د‌ پکتيکا زلزله ځپلو ته د لومړنيو مرستو بستې استولې دي.

1 COMMENT

  1. دا دله ولې ځان نه ښکاره کوي ؟ په خپل مخ شرمیږي او که د قنداریانو هلک تیر شوی دی ! تف پر داسې امیر چې هغه له ملته مخ پټوي او نورو ته سومبۍ ورکوي !! تف لانت پر دې جاهل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب