یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پکتیکا په ګیانې کې نن بیا زلزله شوې ده

د پکتیکا په ګیانې کې نن بیا زلزله شوې ده

تاند( جمعه ، د سرطان درېیمه)‌‏‏ راپورونه وايي، چې ‏د پکتیکا په ګیانې ولسوالۍ کې نن سهار لس بجې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې، د نننۍ زلزلې له امله لږترلږه ۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۰ تنه نور ژوبل دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دې زلزلې خبر تایید کړی دی.

باختر اژانس د تلفاتو د زیاتیدو احتمال هم څرګند کړی.

د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د نننۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ اټکل کړی دی.

په پکتیکا کې د څو شپې مخکې زلزلې له امله نيږدې زر تنه مړه شوي او شاوخوا يو نيم زر تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د يو شمېر ګاونډيو او اسلامي هېوادونو عاجلې مرستې دغه ولايت ته رسیدلي.

د دې ترڅنګ د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د اقتصادي ناورين باوجود د مرستې ټولولو ولسي کمپاينونه پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب