یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سل میلیون ډالره غلا شوي

سل میلیون ډالره غلا شوي

تاند (جمعه، د سرطان ۳مه) په یوه ستره انترنیټي غلا کې هکرانو د هورایزن کمپنۍ د ۱۰۰ میلیون ډالرو مجازي پیسې غلا کړي دي.

سي این بي سي نن د دې غلا راپور ورکړ، ویې ویل چې د دې غلا نور جزییات لا څرګند نه دي، خو د هورایزن کمپنۍ د تخنیکي چارو مسوول هارموني وايي چې دوی له دې غلا څخه د چهارشنبې په سهار خبر شول.

هارموني یوه شخصي اکاونټ یا حساب ته اشاره کوي چې په باور یې په دې دسیسه کې به لاس لري.

هارموني د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي«موږ له امنیتي او عدلي متخصصانو سره کار کوو چې غله وپېژنو او غلا شوې پیسې ورڅخه بېرته واخلو.»

په یوه بل ټویټ کې هورایزن کمپنۍ ویلي چې د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بي آی) د سایبري امنیت د شرکتونو له چارواکو سره کار کوي چې د دې غلا په اړه په پلټنه کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب