یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني: هند کې روزل شوو افغان پوځيانو ته اړتيا لرو، هېواد ته...

حقاني: هند کې روزل شوو افغان پوځيانو ته اړتيا لرو، هېواد ته دې راشي

تاند( شنبه ، د سرطان څلورمه )‌‏‏ د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په يوه لنډه اعلامیه کې ویلي، چې ‏په ‎هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کادري شتمني ده.

دغه وزارت، چې مشري یې د حقاني شبکې مشر مولوي سراج الدين حقاني کوي، زياته کړې چې چمتو دی څو یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق په دندو وګوماري.

په اعلامیه کې راغلي:« هیله ده «دوی» هېواد ته ستانهٔ شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي. »

معلومه نه ده ، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د دغه نظام د واکمنۍ له وخته هندوستان او نورو هېوادونو کې څومره آفغان نظاميان له زده کړو څخه فارغ او هېواد ته نه دي ستانه شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په یوه بل پيغام کې د ايران او پاکستان تر څنګ له هندوستان څخه هم افغان زلزله ځپلو سره د مرستو له کبله مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده ، چې د هندوستان يو تخنيکي پلاوی کابل ته د خپل سفارت د بيرته پرانيستلو د چمتووالي په موخه راغلی.

د پاکستان په ډېر ملګرتوب تورنی حقاني ډلې هند ته د نيږدې کیدو تمايل په داسې حال کې څرګند کړی ، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له يو شمېر پاکستاني خبريالانو سره د ليدنې پر مهال د طالبانو او هندوستان په نيږدې والي انديښنه ښودلې.

نوموړي ويلي ، چې طالبان او اسلام اباد بايد د خپلو اړيکو د نيږدې ساتلو لپاره هڅې وکړي څو د طالبانو اړیکې د هندوستان او پاکستان تر منځ بې توازنه نه شي.

1 COMMENT

  1. هو د رزیلانو خو خپل هیواد مردار که اوس اروپا هم مرداروي نالت پر دې رزیلانو او دانسانیت پرازیت !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب