یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزرګونه افغانان به ژر د پاکستان له لارې جرمني او کاناډا ته...

زرګونه افغانان به ژر د پاکستان له لارې جرمني او کاناډا ته وليږدول شي

تاند( شنبه ، د سرطان څلورمه )‌‏‏ د جرمني او کاناډا د چارواکو د اعلان له مخې ، په پام کې ده چې دغه هېوادونه ژر له پاکستان څخه زرګونه هغو افغانانو ته پناه ورکړي ، چې د دغو هېوادونو حکومتونو ورته پناه ورکول منلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بریوک پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د اقتصادي او بشري ناورین پراختيا او او بشري حقونه محدودیت ته په اشارې سره وويل:« د تخلیې بهير کې هغو افغانانو ته، چې د جرمني له پوځ او نړیوالو موسسو سره یې کار کړی او همداراز هغه افغانان چې له ګواښ سره مخامخ دي، لومړیتوب ورکول کېږي.»

د نوموړې په وينا ، د هغو افغانانو په درېيو کې دوې برخې چې د جرمني د مهاجرت اجازه یې ترلاسه کړې، له افغانستانه وتلي او دا د هغو ۲۱ زره افغانانو له ډلې دي، چې یا یې د محلي کارمند په توګه جرمني ته کار کړی یا یې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې هڅې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، چې افغانستان کې د دغه هېواد نږدې ۷۵ سلنه سیمه ییز کارکوونکي جرمني ته رسېدلي دي.

دمګړۍ شاوخوا ۱۰ زره کسان وتلو ته په تمه دي او په لومړي سر کې هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنيدو سره، ۲۱ زره افغانان جرمني ته رسېدلې دي.

په نورو راپورونو کې راغلي ، چې کاناډا او جرمني به د هغو افغانانو ليږد له پاکستان سره د کړي توافق په اساس تر سره کړي ، چې دوی لا له وړاندې ورته د پناه ورکولو هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده ، چې افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته د قانوني تګ له جدي ستونزو سر ټکوي او وايي ، چې د طالبانو چارواکو د يوه پاسپورټ او د پاکستان چارواکو د هغه هېواد د يوې ويزې بيه تر يو نيم- يو نيم زر امریکايي ډالرو رسولې ده او دا کار په تور بازار کې تر سره کیږي.

طالبانو د فساد تورونه رد کړي، خو پاکستان د ويزې د ورکړې لپاره د يو لړ پړاوونو تر سره کول اړين ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب