په یوه ملک کې، په یوه پاچایي کې دوه وروڼه وو. د دې ځای ټولو خلکو به ویل چې مشر ورور، اندری ډېر هوښیار او کشر- سیرګی بېړا( کم عقل) دی. یوه ورځ دواړه وروڼه ځنګل ته په خرمېړیو او ځنګلي مېوه پسې ولاړل او لاره یې ورکه کړه. هغوی ډېرې چیغې وکړې خو هېڅوک یې مرستې ته را نغلل، په ځنګل کې ډېر وګرزېدل خو د وتلو لار یې پیدا نه کړه. شا او خوا یوازې ولې او د صبر ونې ولاړې وې. تفصیل