یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د حافظې د پياوړتيا اسانه لار

د حافظې د پياوړتيا اسانه لار

ډاکتر تمیم


ډېر شیان هېروئ او غواړئ چې له دې ستونزې  څخه ځان بېغمه کړئ؟ نو له ژورې سا اخیستو او  زغم سره ځان عادت کړئ.


دا ادعا د امريکا روغتیاپوهانو له یوې څېړنې وروسته کړې ده.


د نارت ويسټرن پوهنتون څېړونکو په دې توانيدلي دي چې پر بدن د ژورې سا اخیستو جادويي اغېز ثابت کړي. د دوی په وینا د پزې له لارې سا اخيستل مغزه او حافظه پياوړې کوي.


د څېړنې په مهال رضاکارانو باندې شوې تجربې دا په ډاګه کړې چې هغه خلک چې په ژورې ساه اخيستو عادت وي، هغوی هر څه په ډېره اسانه زده کوي او حافظه يې ځواکمنه کوي.


د ځينو څېړونکو د څېړنو پر اساس ویلی شو چې د سا اخيستلو پر مهال د مغزو ځينې برخې د ايمي ګدالا او هپوکمپس پر مختلفه بڼه خپل اثرات پرېږدي، نو پر دې اساس کله چې ژوره ساه اخلو نو د مغزو ځينې عصبي برخې په خوځښت راځي.


د څېړنو له مخې پر هغو خلکو له شوې تجربې ښکاره شوې ده چې هغه خلک ساه په آرمه اخلي حافظه يي پياوړې وي او هر څيز په ډېر ښه ډول په حافظه کې ساتي.

تر دې مخکې تېر کال په هالنډ کې له يوې څېړنې وروسته پوهانو ويلي و چې که په اوونۍ کې يو وارې د (Shrimps) کب غوښه وخوري نو په زړښت کې به د حافظې کمزوري او بازي فکري کمزورتياو ستونزو مخنيوي کې پراخه مرسته کوي.


په هالنډ کې د طب پوهنتون مرکز او د واګينيګن پوهنتون د ګډو څېړنو پر اساس ویلی شو، چې هغه خلک په اونۍ کې د (Shrimps) کب غوښه نه خوري هغوي په ناروغيو ډېر ژر اخته کيږي، او په زړښت کې به د فکري کمزورتياو ستونزو سره به مخ شي.


د لوړ پوړي څېړندوی غړي مارتها کلير مورس زياته کړه» د عمر په زياتېدو سره انسان هېرجن کېږي او ناروغيو باندې اخته کيږي خو د (Shrimps) کب غوښې له خوړلو  د دې ستونزې مخه نیولی شو».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب