یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان د کنټرول لپاره مرکزي اسیا ته راځي

امریکا د افغانستان د کنټرول لپاره مرکزي اسیا ته راځي

تاند( شنبه ، د سرطان څلورمه )‌‏‏ وال سټريټ ژورنال په يوه راپور کې د خپلو امریکايي سرچینو په حواله ویلي ، چې امريکا متحده ايالات د افغانستان د کنټرول لپاره مرکزي اسیا ته د راتلو پلان لري.

د‌ راپور له مخې، امريکا د دغې سیمې د هېوادونو مشران غواړي قانع کړي چې خپلو هیوادونو ته د افراطي ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره همکاري ورسره وکړي.

سرچينه زياتوي: امريکايي چارواکي پوهيږي ، چې دغه سيمه د روسیې د نفوذ ساحه ده ، خو له دې سره بیا هم د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مسوول جنرال اريک کوريلا تېره اونۍ درې مرکزي اسیا ته سفرونه کړي دي.

د‌ وال سټريټ ژورنال د راپور په اساس ، امريکايي چارواکو موندلې چې د مرکزي اسیا د هېوادونو چارواکي هم د افغانستان له خاورې دوی ته د سخت دریځو ډلو له ورتلو او خطرونو سخت اندیښمن دي.

 امريکايي چارواکي په مرکزي اسیا کې د پوځي مرکزونو او لژ تر لږه د بې پیلوټه الوتکو د يوی کوچنۍ اډې د تر لاسه کولو لپاره هم ډېر په هڅه کې دي.

 امريکايي چارواکو له قزاقستان ، ازبکستان ، قرغزستان او تاجيکستان څخه په دې برخه کې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی ، خو ورته هيله من بريښي.

بلخوا: ویل کیږي ، چې د روسیې تر اغېز لاندې دغه هېوادونه به په سيمه کې د روسیې او امریکا په سياليو کې د نه ښکېلتیا له وېرې امريکا ته مثبت ځواب ورنه کړي.

د وال سټريټ ژورنال دا راپور په داسې حال کې دی، چې د افغانستان له خاورې پر تاجيکستان او ازبکستان هېوادونو د داعش ډلې د بريدونو ادعاوې شوي دي.

داعش ډلې د سيمې هېوادونه په داسې نورو بريدونو هم ګواښلي.

له دې سره د افغانستان له خاورې د طالبانو په همکارۍ د القاعدې او ځينو نورو ترهګرو ډلو د بيرته فعاليدو ادعاوې هم شوي، خو د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو رد کړي او د افغانستان له خاورې څخه يې د هیڅ هېواد خلاف د نه استفادې ډاډ ورکړی.

2 COMMENTS

  1. د افغان ملتیانو پوچ سیاست ! امریکا په اوکرائن کې له روسې سره په جګړه کې اخته ده ، Gus ممالک به امریکا ته هیڅ وختاجازه ورنکړي چې په دوی کې نظامي اډې ولري !!

  2. امریکا له یوې خوا د داعش او حتی طالب د پروژې د تخلیق او تمویل اصلی مرکز دئ او له بلی خوا د داعش د حضور په پلمه خپل حضور توجیه کوی. عجب سپین سترګی خلګ دی دا امریکائیان او انګریزان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب