یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ویانا که کنساس د نړۍ تر ټولو ښه ښارونه دي؟

ویانا که کنساس د نړۍ تر ټولو ښه ښارونه دي؟

تاند(شنبه، د سرطان ۳ مه) د ایسلنډر د سروې له مخې، د امریکا د میزوري ایالت مرکز کنساس سیټي د سفر او ژوند لپاره د نړۍ تر ټولو ښه ښار دی.

کنساس سیټي د باربکیو (کباب)، د جاز موزیک د نندارو او ډېرو فوارو د لرلو له کبله مشهور دی.

د نیلسن – اتکینس د هنرونو موزیم، کاوفمن لوبغالی د نورو جالبو ځایونو ترڅنګ د ښار مرکزي برخه د دې ښار په زړه پورې جاذبې دي.

آیسلنډر د نړۍ په ۱۵۰ ښارونو کې، چې سروې کړي یې دي، د ژوند او سفر لپاره د اتریش پلازمېنه ویانا دوهم، د نیوزیلنډ پلازمېنه ولینګټن درېیم، د ډنمارک پلازمېنه کوپن هېګن څلورم او د بریتانیا اډنبرا ښار پنځم ښه ښارونه بللي دي.

د دې سروې له مخې، د کاناډا ویکتوریا، د استرالیا پیرت، د جرمني فرانکفورت، د استرالیا بریس بېن او د فنلنډ هیلسنکي له ۶ تر لسم پورې ښه ښارونه ګڼل شوي دي.

حیرانوونکې دا ده چې د دې سروې د لیست په سر کې د نیویارک، لاس انجلس، لندن او پاریس په شان ستر ښارونه چې ډېر سیلانیان هم لري، نه دي شامل.

له بلې خوا اکانومیست مجلې هم ښارونه د ژوند له نظره درجه بندي کړي او په دې اړه په خپل لیست کې یې د اتریش پلازمېنه ویانا د نړۍ تر ټولو ښه او د سوریې پلازمېنه دمشق تر ټولو بد ښار بللی دی. د اکانومیست په لیست کې د ښه والي له پلوه د ډنمارک پلازمېنه کوپین هېګن دوهم، د سویس زوریح ښار درېیم او د کاناډا کلګري ښار څلورم ګڼل شوي دي.

خو په بدو ښارونو کې له دمشق وروسته د پاکستان کراچۍ، د لیبیا طرابلیس، د نایجریا لاګوس او د الجزایر پلازمېنه الجزیره د لیست په پای کې دي.

اکانومیست ویلي چې دا درجه بندي یې د ښارونو د چاپیریال (هوا)، ښاري تاسیساتو، ښوونې او روزنې، روغتیا او طبي خدماتو پر اساس کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب