یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د لمر له وېرې په شپه کې پاتې ټولنه

د لمر له وېرې په شپه کې پاتې ټولنه

لیکنه: مقتصد ستړی
ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي
ـ (استاد پسرلی)
په رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې د نزول اصلي موخه د انسان په ژوند کې د نړیوال انقلاب راوستل و.
نړیوال انقلاب په دې مانا چې په هغه کې د ژوند ټول اړخونه – فکري، عقیدوي، اخلاقي، انفرادي، اجتماعي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او نور شامل وو.
د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم نبوت هغه څه و چې د ټول بشریت لپاره یې یوه روښانه ډېوه بله کړه، د غلامانو په زړونو کې د آزادۍ ولولې راوپارېدې، د باطل او ګمراهۍ پر ضد د حق اواز راپورته شو، مساوات او عدل قایم شو، دښمني او ورو وژنه پای ته ورسېده، زړونه له مینې ډک شول او بلاخره د ژوند کولو لپاره داسې یو نظام رامنځ ته شو چې هر چا په کې د ځان لپاره د عزت او ارزښت احساس کاوه.
د اسلام دا مهم اساس چې وحې ده؛ پيل يې په اقراء ترسره شو، چې له دې څخه د علم او پوهې ارزښت په ښکاره توګه څرګندېږي او موږ له تورې تیارې څخه د علم او پوهې د رڼا په لور رهبري کوي.
دا چې د شعور او متحرک فکر څښتن انسان د میوه داري ونې په څېر دی، مګر موږ د باغونو پرځای د لویو کلاګانو جوړولو ته چې لوی لوی برجونه هم ولري ارزښت ورکوو؛ په همدې اساس باچا خان په ۲۰مه پېړۍ کې د پښتنو د “احیایې نو یا نوي ژوند” بنسټ کښېښود، پښتانه یې د تعلیم پر ارزښت خبر کړل، سیاسي شعور یې ورکړ او پښتونولي یې “جدیده” کړه.
هغه له خلکو وغوښتل چې خپلې سرچینې د یوې یا دوه ورځو د جشنونو د ضایع کولو پرځای اقتصادي فعالیتونو ته واړوي.
او تر خپله وسه یې هڅه وکړه چې افغان انسان د جهل له تورې تیارې څخه د علم د رڼا په واسطې سره را وباسي او له نورو قامونو سره یې سیال وګرځوي.
خو له بده مرغه اوس هم دا زموږ دنده ده چې د پلار او نیکه څخه راپاتې ځمکه د تربور په وینو سره اوبه وساتو، دا ځکه چې عصریت او انکشاف د یو لوی جرم په توګه له ټولو هغو کړنو سرغړونه ده چې زموږ پلرونو او نیکونو سرونه ترې قربان کړي دي.
ﻧﺎﭘﻮﻫﻲ، ځانځاﻧﻲ، ﻟوږﻩ، ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺮﭼﯿﻨﻮ څخه ﺩ ګټې ﺍخیستنې ﺩ ﺷﻌﻮﺭ ﻧﺸﺘﻮﺍﻟﯽ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻧړﯾﻮﺍﻟﻮ ﭘﺮمختګونو ﺳﺮﻩ ﺩ  ﯾﻮې ﻣﻌﻘﻮلې ﻣﺨﺎﻣﺨﺘﯿﺎ ﺗﺸﻪ چې لا هم په موږ کې په پراخه پېمانه موجوده ده، د افغان انسان د ژوند بڼې د بدلېدو څرک یې د رڼا له وېرې د تورې تیارې په تنګه غېږ کې را ایسار کړی دی.
زموږ حالت د افلاطون په کیسه کې د یوه غار د بندیانو په څیر دی چې له غار څخه د رڼا د راوتلو نظریه ردوي ځکه چې موږ د خپل سیوري په اړه پوه شوي یوو، چې په غار کې د اور له امله رامینځته شوی خو که څوک موږ ته له غار څخه بهر د لمر په رڼا کې د نړۍ لید د تشریح کولو هڅه وکړي، موږ هغه مرتد بولو او دا واجب القتل دی.
د نړۍ د تصور او د نړۍ د واقعیت تر منځ زموږ په ذهن کې یو لوی واټن موجود دی، چې له امله یې موږ په وروسته پاتې حالت کې بوخت پاتې یوو.
په مدرنیت کې نړۍ د مابعدالطبعي پلان له مخې نه، بلکې د انساني عقل په واسطه چلیږي او د مدرنیت یوه لویه ځانګړتیا دا ده چې د دود او تاریخي تسلسل دوره ماتوي.
په هغه ټولنه کې چې پوښتنه کول جرم او ځوابونه تر سوال مخکې موجود وي، د فکري او شعوري بیدار څرک حرام دی او موږ پرته له دې چې “ولې؟” ته اجازت ورکړو خپل ځوابونه د “فتواوو” په بڼه د مخې په جېب کې هر چیرته او هرځای له ځانه سره ګرځوو.
دا مهال موږ د هغه خوب په حالت کې یوو چې یو څوک مو په مرۍ فشار راوړي، ساه مو بنده شي او هرڅومره چیغې او نارې چې وهو، څوک مو غږ نه اوري او نه مو هم مرسته کولای شي او دا حالت تر هغه پوري دوام لري ترڅو چې راویښ نه شو، کله چې رابیدار شول، نو له ځانه سره الحمدالله وایو او ډېر د خوښۍ احساس کوو ځکه چې دا یو خوب و.
هغه ملتونه چې نن ورځ په نړۍ کې ځواکمن دي د خپلو سالمو ارزښتونو او افکارو له امله دي، نه د وسلو او هغو مهماتو له امله چې دوی یې لري.
موږ د ځوانۍ په دې عمر کې هم هغه ماشوم ته ورته یوو چې لا په خاپوړو روان وي؛ که څه هم موږ د استعمار د موډرنې پالیسۍ تر چتر لاندې پرلپسې ژوند تېر کړی خو تر اوسه مو د هغوی هیڅ یو ښه خاصیت خپل نکړ او نه مو هم هغه څه ترې زده کړل چې له امله یې موږ د دوی غلامان وو/یوو.
په اروپا کې روڼ اندو، اروپا د منځنیو پېړیو له تورتمه رنسانس ته راتېره کړه او د تاریخ پاڼه یې داسې واړوله چې ټوله نړۍ یې نن ورځ تر اغېز لاندې ده، ځکه چې دهغه وخت اکثریت فلسفې مفکرینو دا نظر درلود چې انساني پوهه د جهالت، استبداد او بې ثباتۍ سره د مبارزې وړتیا لري.
اوس چې موږ ته د حاکم فرهنګ پر ضد د مبارزې یو لوی مسوولیت را تر غاړې دی پکار ده، چې د ځوانۍ په دې عمر کې د خپلې فکري بیداري تر څنګ د یوې باشعوره ټولنې د جوړښت په موخه علمي او عملي ګامونه پورته کړو، تر څو د کتاب او قلم څخه په استفادې د انساني پوهې کچه لوړه او د جهالت، استبداد او بې ثباتۍ په وړاندې یو داسې ټولنیز جوړښت رامنځ ته کړو چې پر مټ یې د لمر له وېرې په شپه کې پاتې ټولنه را بهر کړای شي او هم د هیواد ټولنیز، کلتوري او اقتصادي پرمختګ تضمین کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب