یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+خپلواکي؛ احساسات او واقعيتونه

خپلواکي؛ احساسات او واقعيتونه

عبدالوحيد وحيد

خوښي، خفګان، غوسه، وېره او حيرانتيا ته غبرګون ښودل احساسات بلل کېږي او د انسانانو د معنوي اړخ ځانګړتیا ده. دا سمه ده چې موږ  په خپلو تيرو برياو، ځانګړتیاو او کلتوري ارزښتونو باندي بايد ووياړو او داچې احساساتي غبرګونونه طبيعي او سپيڅلي وي، انسانانو ته د حرکت جرئت او حوصله ورکوي، خو ډير وخت واقعيتونه نه تمثيلوي حقائق نندارې ته نه وړاندې کوي او هيجانيت خپروي.

د پخوانيو وياړونو يادول ګټه نه لري، بلکې را ژوندي کول يې ګټور وي. وختونه زموږ په خوښه او غوښتنه نه رامنځته کېږي، خو زموږ له غوښتنو سره سم وخت را منځته کول قيمت  لري او که مو کله هم   قيمت ادا کړاى شو، نو همدغه حالت به ننګونې په فرصتونو باندي د بدلون طلايي چانس وى.

که واقعاً له پرديو څخه د خپلو حقونو حساب غوښتونکي يو، له خپلې خاورې سره مينه لرو، نو اړتیا ديته ده چې په ملي کچه د ژوند په ټولو برخو کې په پرديو باندي تکيه په تدريجي ډول ختمه کړو،  د پرديو هيوادونو د سفارتونو په دروازو او پولو کې د ويزا لپاره د بي عزتي منل پرېږدو، په خپل غولي کې  په خپلو شړومبو ګوزاره وکړو.

موږ به هغه مهال ازاد هيواد ولرو چې ټول  قومي مذهبي، ژبنيو او سمتي تعصباتو ته لمن وهل وژونکي زهر وګڼو، له پرديو پيتزاو څخه خپل جوارى په مراتبو بهتر وګڼو، د وارداتي توکو په پرتله د خپلو محصولاتو کارولو ته ارجحيت ورکړو. نران او ښځې د ژوند په هره برخه په علمي فني او حرفوي زده باندې تمرکز وکړو. له خپلمنځي جګړو څخه کرکه وکړو، له مشرانو څخه حساب وغواړو د هغوى په ستايلو کې د ترانو غږولو دود ته د پاى ټکى کيږدو، د مشرانو ملاتړ د هغوى د کړنو او ملي ګټو ته د تعهد په معيار وکړو.

د نظامونو د سمون په موخه د وسلو پورته کولو او د  نسکوريدو تکل نه، بلکې د نظامونو د خرابولو او نسکورولو مخنیوى وکړو. د توپک په زور د نظامونو نړولو او واک ترلاسه کولو دود د تل لپاره له منځه يوسو، له حاکمې ډلې څخه د خدمتونو او اسانتیاو برابرولو، بشري حقونو امنیت او مصئونيت تر لاسه کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو او حاکمه ډله متوجه شي چې د هغوى اساسي دنده د خپلو خلکو  ډبول نه، بلکې  د هيواد او ولس چوپړتيا ده.

طبعي خبره ده چې په حاکمه ډله کې ټول خلک پريښتې نه وي. ښه او بد افراد پکې شتون لري. کله کله به بد خلک د ناپوهانو په ملتيا زموږ د حقه حقونو د غوښتنې په وړاندي منفي غبرګون ښئي،  مختلف خنډونه به ورته ايجادوي، خو ويښ ملتونه او د ملت له خيټې څخه راټوکېدلې مشران احساساتي غبرګون نه ښئي، په چيغو شعرونو او شعارونو باندي بسنه او د هيواد پريښودو ته مخه نکوي. د حکومت په نړولو پسې توپک ته لاس نه اچوي. بلکې د حق ترلاسه کولو لپاره  د خپل ولس په ملتيا سوله ایزه مبارزه پيلوي او د مبارزې بيه ورکوي.

دا سندرې هيڅ ګټه نلري چې غچ به درنه واخلم،  حساب به درسره کوم، په دهلي کې مو حکومت درلوده، اصفهان مو مستعمره وه، انګريز مو په ګونډو کړ، شوروي مو په منډه تښتېدو ته اړ ايسته، امریکا مو سلامي کړ، هغه مو داسې کړ او دغه بل مو هاسې کړ. که وخت راغى نو اسمان ته به والوزم او که موقع برابره شوه نو ځمکه به باغونه او دنګ دنګ بلډينګونه کړم.

که څوک يې مني او يا يې هم نه مني، هيڅ پرواه نکوي خو دا خبره له لمر څخه روښانه ده چې روحانيت او روحانيون (نفسياتي او عقيدوي مشران) د افغانستان د ولسونو په ټولنيز ژوند، فکري او ذهني رنځونو په درملنه کې ستر رول او ژورې ریښې لري. کيداى شي  د زده کړو په برخه کې زموږ د ټولنې وروسته پاتې والى ددې لامل وي چې له عقيدوي  اړيکو څخه په ځينو مواردو کې سؤ استفاده شوې وي او لا اوس هم د ځينو مذهبي مشرانو لخوا له ياد اړخ څخه سؤ استفاده دوام لري، خو زموږ  احساساتي او جزبات ځوان نسل هم کله کله د خپلې ټولنې عقيدوي او کلتوري اړخونو ته له پام کولو پرته او د روڼ آندو په توګه د ځان ښودلو په موخه د روحانيت او روحانيونو په هکله بېځايه او په افراطيت ولاړ غبرګون ښئي.

د بېلګې په ډول له تېرو څو ورځو راهیسې د يوه سپين ږيري پير  په تړاو احساساتي او نا سنجول شوي غبرګونونه روان دي. کيداى شي د پير په چلن کې ستونځه شتون ولري خو ايا د پيرانو او مريدانو ترمنځ د تعامل فوق العاده تعامل زموږ په ټولنه کې سابقه نه لري او تازه پېښه ده؟ ايا موږ نور کړکېچونه ستونځې او نيمګړتياوې نلرو؟ ايا د پير او مريد ترمنځ  دغه ډول تعامل په يوه سپين ږيري پير باندي د ملنډو وهلو او په نسب باندي د يهوديت ترکچې تورونو لګولو له لارې ختميداى شي؟ ايا دغه ډول غبرګون زموږ په ټولنه کې د اخلاقي ارزښتونو او افغاني کلتور نفى نه کوي؟

موږ هغه ولس يو چې د وخت راتلو په انتظار کې  ويده او وياړمنو ملتونو له کاروان څخه وروسته پاتې يو. که  په خپل حال خبرو کوو، که د خپل ولس دربدر حالت ته ځير شو، که د خپلو اوسنيو ستونځو ژوروالي ته متوجه شو او که په خپلو عيبونو باندي يوه څيړنه وکړو، نو پوهيږو چې د غور او پش جوړول ځانونه د شرق او غرب ماتوونکي ګڼل له موږ سره نه ښايي.

موږ که هر څومره د ازادي ترانې وغږوو، خو زموږ ګوډه پښه  شاهدي ورکوي چې موږ لاهم د خپلواکي منزل ته تر رسېدو وړاندې ډير مزلونه لرو. له تيرو څو لسيزو راپدیخوا په سياسي او اقتصادي برخو کې نه يوازې پرمختګ نه لرو، بلکې ډير شاته تللى يو. ملي يووالى مو ټکنى دى، په سياسيونو باندي مو د واک حرص او د امتیازاتو ترلاسه کولو ويروس لګيدلى دى، ځوانان مو د احساساتو سمندري څپو پسې اخيستې او د نا معلوم سمت پر لور حرکت کوي، اقتصاد مو په مطلق ډول په پرديو مرستو باندې متکي دى او مجبور ولس مو د ژوندي پاتې کېدو لپاره پرديو خيراتونو ته ناست دى.

4 COMMENTS

  1. ایکاش د سیاسي ګوندونو ، ښوونې او روزنې او عالي تحصیلاتو وزارتونو داسې یو دفتر درلودلی چې داسې ښکلی ، په زړه پورې منطقي لیکنې یې راټولولای او خپلو پیروانو ، شاګردانو او طرفدارانو ته تدریس کولی. نن به مو داسې احساساتي او پردیپال ځوانان نور نه درلودل .

    • مننه بريال صاحب محترمه
      موږ او تاسو د سمون او بدلون لپاره په سوله ایزه مبارزه مکلفیت لرو. که موږ حوصله لوړه وساتو، حاکمه ډله به هم انشاالله حتماً د بدلون لپاره ګامونه پورته کړي

  2. سلام
    هو! د بریال خبره تدریس ،تذریس او پوهه.
    نن سبا موږ د دیجیتال عصرکې اوسیږو ددغه عصر تکنالوژی کوښښ کوی چې جغرافیاوی فاصلې له منځه یوسی او نړۍ نوره هم رالنډه کړی.دتکنالوژی علم په چټکی سره روان دی موږ ګورو چې دکورنا طبیعی افت په برخه کې یی کوټلی ګامونه اوچت کړل او ددې افت مخه یی ونیوله الله ج دهرافت لپاره بالوسیله علاج اواسباب هم پیداکړی او هیڅ کار یی بې حکمته نه دی.
    زموږ بدمرغی او بدبختی په ناپوهی او جهالت کې ده دغې ناپوهی او جهالت موږ تقریبا نیمه پېړۍ دومره له تباهیو سره مخ کړو چې د منلو وړ نه دی او تکرارا همغه زاړه فرهنګ ،وچ سیاست، سرتمبګی او احساساتی دګم او فردی شخصیت کې انزوا پاتې وږی تږی ستړی او لالهانده پاتې یو . زموږ نوی او زوړ وزیر دخدمت او ولس چیغی وهی نو بیا ولی له هراړخیزه کړکېچ سره لاس او ګریوان یو( فاروک وردګ) دخدمت لاس ته راوړنې څه شولې دروغجنه؟
    دیوه ولس زعامت ، ملی حاکمیت ، خپلواکې او ارضی تامیت سوز او اهمیت لری ،وقار او دسپلین لری، مدیریت، اخلاق او تهذیب لری دپېښو او تقلید کار نه ذی،سیالی او دبل چا دکار کاپی کولوعمل نه دی بلکې دټولنې د عینی او ذهنی شرایطو رامنځ ته کول او پېژندل دی، بشپړنصاب دی او عدالت د مساوات هغه برخه دی چې ولس بې له شکه ذ نیک مرغی لوری ته بیایی. ولې د نه پېژندګلوی ،بېسواد او یو وګړی حالت کې وزیر یامعین ته په اسلام کې اهانت دی او دفساد بل ډول بڼه ګنل کیږی چې امارت یئ هم پټولی نشی: ان الله لایخفی علیه شیء فی الارض ولا فیالسماء( ال عمران ۴ ) ځکه اوبه دلوښی له مخه څښل کیږی.

    • سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      څومره مهمه نکته مو را سپړلي او پرځاى وړانديزونه مو کړې دى. يقيناً د زده کړو په برخه کې د نيمګړتيا له امله موږ پرون هم په ستونځو کې نښتي وو نن هم يو او داسې ښکاري چې سبا ته به هم په همدغه ګرداب کې تاويږو او د وتلو لاره به راڅخه ورکه وي.
      که مو له عيني واقعيتونو څخه همدغه شان سترګې پټولى نو متأسفانه رڼه راتلونکې به ونلرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب