یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین له افغان زلزله ځپلو سره د څه باندې ۷ میلیون ډالرو...

چین له افغان زلزله ځپلو سره د څه باندې ۷ میلیون ډالرو مرسته کوي

تاند(شنبه، د سرطان ۴مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د افغانستاان د حنوب ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلیو لپاره اووه نیم ملیون ډالره مرسته کوي.

دا د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان زوروې زلزلې مړه او نژدې ۲۰۰۰ نور ژوبل کړل، له افغان زلزله ځپلیو سره د یوه بهرني هیواد تر ټولو لویه مالي ژمنه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي چې د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

تر دې مخکې پرون د بریتانیا د باندنیو چارو وزیرې لیز ټرس دوه نیم ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د چین سیال تایوان څو ورځې وړاندې یو میلیون او جنوبي کوریا هم یو میلیون ډالره او اروپاليي اتحادیې یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت به افغانستان ته خیمې، دسمالونه، بسترې، او نور اړتیا وړ شیان ولېږي.

د متحده عربي اماراتو خبري آژانس راپور ورکړ، چې دې هېواد ۳۰ ټنه د مرستې مواد چې خواړه او نور د اړتیا وړ مواد په کې بار وو، پرون افغانستان ته ولېږل.

په بشري مرستو بار د ایران درېیمه الوتکه چې خواړه، درمل او جامې په کې دي، پرون د خوست هوايي ډګر ته ورسېده.

پرون د پاکستان ۸ لارۍ مرسته زلزله ځپلیو سیمو ته ورسېدې. د طالبانو ویندوی وايي چې ازبکستان او ترکمنستان هم یوه – یوه الوتکه په مرستو بار کابل ته استولي دي.

له بلې خوا فرانس پریس خبري اژانس وايي، سره له دې چې د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته بشري مرستې استول شوي خو پرون (جمعه) د زلزله ځپلیو سیمو ډېرو اوسېدونکو وویل چې لا هم د څښاک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي یا کموالي له ستونزې کړېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر کلي یو مخ ویجاړ شوي او له زلزلې څخه روغ وتلي کسان وايي چې حتي د خپلو مړو د ښخولو لپاره وسایل نه شي موندلی. دوی د څښاک اوبو، خوړو او سرپناه له کموالي شکایت کوي او لویه اندېښنه یې دا ده چې که ژمی راغی نو به څه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب