یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د دېوال د نړېدو په پېښه کې یو تن...

په ننګرهار کې د دېوال د نړېدو په پېښه کې یو تن مړ او ۱۲ ټپیان شول

تاند(شنبه، د سرطان ۲مه) په ننګرهار کې د یوې دیني مدرسې د دېوال د نړېدو له کبله لږترلږه ۱۲ زده کوونکي ټپیان شوي او لږترلږه یو تن مړ شوی دی.

دا پېښه نن د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي د کږې بازار په «پاس غونډۍ» سیمه کې شوې ده.

روغتوني سرچینې وايي چې د پېښې له ځایه یې ۱۳ زده کوونکي وروړل شوي چې د هغو په منځ کې یو تن مړ دی.

تراوسه پورې د دېوال د چپه کېدو علت نه دی څرګند شوی خو دا پېښه د سهار په شاوخوا ۹ بجې وشوه.

په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي او د شنبې د ورځې مرګونې زلزلې هم په ننګرهار کې ګڼ کورونه زیانمن کړي او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګلاجان تاند ته وویل، ګومان کوي چې د شنبې زلزلې به د مدرسې په دېوال کې درزونه پیدا کړي وو او دا پېښه ممکن له زلزلې سره تړاو ولري.

د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د ورښت له کبله یو تن هغه مهال مړ او ۵ نور ټپیان شول چې د خونې چت پرې راولوېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب