یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، په بلخاب کې عملیات پای ته رسېدلي

دفاع وزارت وايي، په بلخاب کې عملیات پای ته رسېدلي

تاند(شنبه، د سرطان ۲مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې یې عملیات پای ته رسېدلي دي.

دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي، دا عملیات چې څو ورځې وړاندې پیل شوي وو نن سهار د مخالفانو، چې په خبرپاڼه کې «باغیان» بلل شوي، د سیمو په نیولو پای ته ورسېدل.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې له طالبانو بېل شوی هزاره ټبره قوماندان مهدي مجاهد اوس چیري دی خو یادونه شوې چې لا هم د بلخاب ولسوالي د ځینو لېرې سیمو د تصفیې لپاره عملیات دوام لري.

تاند ته رارسېدلي معلومات ښيي چې مهدي له خپلو یو شمېر پلویانو سره غرنیو سیمو ته تښتېدلی دی.

مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت د مهدي پر ضد عملیات پیل کړي، هڅه یې وکړه چې له نوموړي سره د خبرواترو له لارې لانجه حل کړي خو دواړه خواوې موافقې ته ونه رسېدې.

له بلې خوا مهدي مجاهد ته خواخوږې رسنۍ وايي، په دې جګړه کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او مهدي مجاهد لا هم مقاومت ته دوام ورکوي او د طالبانو د تېرې شپې حملې یې په شا تمبولې دي.

د بلخاب اوسېدونکو ځینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو څرخکو هم په تېرو دوو ورځو کې په عملیاتو کې برخه لرله.

مهدي وروسته له دې له طالبانو جلا شو چې د بامیان د استخباراتو له ریاسته ګوښه کړای شو. نوموړی له کابو ۱۳ کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر ضد جنګېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب