دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+«د اغزیو ګرېوان» کتاب تازه د چاپ په ګاڼه سینګار شو؛ 

«د اغزیو ګرېوان» کتاب تازه د چاپ په ګاڼه سینګار شو؛ 

یاد اثر د لنډو کیسو په فورم کې هغه داستاني عبارت دی، چې د ستونزو او ناخوالو لمن پکې رانغاړل شوې ده. ددې کتاب لیکوال عبدالوهاب مومند نومېږي، چې «د اغزیو ګرېوان» نومي کتاب یې په ۱۰۴ مخونو کې لیکلی دی.

په دې کتاب کې ۲۱ کیسې ځای شوي دي او د افغاني ټولنې له ډېر څه مو خبروي. د کره کتنې حقوق بغلان ادبي بهیر پورې اړوندېږي، چې درنو ښوونکو پرې تر اصلاحي پولو ډېره خواري کښلې ده. «د اغزیو ګرېوان» د کتاب لپاره داسې ټاکل شوی نوم دی چې د یادو لنډو کیسو له ساقو سره نژدې اړیکه لري او خپل مفاهیم پکې انځوروي. لیکوال وايي: (د کتاب د پښتۍ په خپرولو کې اکثرو مخاطبینو غبرګون دا وو، چې د دوی لپاره د کتاب نوم تلوسه لرونکی برېښېده او وار له واره په دې تمه ول چې کتاب به څه وخت چاپېږي؟ کېدای شي، ددې لامل په دې کې وي چې نوی ترکیب هر کله نا اشنا وي، انسان کنجکاو دی، له نوي څیز سره مینه لري، دوی په دې تمه وي چې ورسره اشنا شي. بل دا چې موږ همیشه له تقلید څخه خلاصی نه لرو او کلیشه په داسې طریقه را پنځوو، چې له نورو ترکیبونو څخه پکې تقلید شوی وي، ما دا اړخ په نظر کې نیولی و، چې اغزن ګرېوان، تقلید به له اغزن سیم نه وي، ځکه مې ونه غوښتل دا نوم ورته وټاکم، بل دا چې اغزن ګرېوان د یوې انفرادي کیسې لپاره مناسب نوم دی، خو د اغزیو ګرېوان بیا د یادې ټولګې له ټولو کیسو سره مستقیمه اړیکه لري. زه دا ژمنه کوم، څنګه چې د کتاب نوم ستاسو پر زړونو ناست دی نو همدارنګه د کتاب محتوا به هم ستاسو پر زړونو اغېزه کوي.)  

عبدالوهاب مومند یو اکاډمیک لیکوال او ژباړن دی، دا یې څلورم اثر دی چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوی دی، خو په هنري نثر کې یې لومړۍ او بریالۍ کاري تجربه ده. لیکوال د کتاب په بشپړولو کې له خپلو یادو عزیزانو څخه مننه کوي، هر یو، استاد ګل الرحمن رحماني، عبدالمبین صافی، ډاکټر صاحب محب زغم، صفی الله ناصري، ډاکټر صاحب وحید وطنیار او مېشت افغان (احمد خان اندړ) چې اوس په سويډن ـ مالمو ښار کې ژوند کوي او هلته په یوه ښوونځي کې د ښوونکي دنده هم لري.

بدکاره، د سرو وینو ډنډ، د وحشت شپه، شین لوګی، د کاڼو انسان، خوبجنې سترګې، ډګروال مراد، خدای بښلي او… د کتاب له لیکلړ څخه ځینې موضوعات دي، همداشان د یوې افغانې ښځې غږ، ناوړه رواج، ناسم شرایط، غربت، پردېسي، زده کړه او… د کیسو هغه موخې دي چې د اغزیو ګرېوان محتوا پرې راڅرخي، یاد کتاب اکسوس کتابپلورنځي خپور کړی دی او تاسو یې اوس د هېواد په مشهورو کتابپلورنځیو کې موندلی شئ.

درنښت

۱۴۰۱/۴/۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب