دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د لویې جرګې د دایرولو لپاره د پولتخنیک پوهنتون رخصت کړ

طالبانو د لویې جرګې د دایرولو لپاره د پولتخنیک پوهنتون رخصت کړ

تاند(شنبه، د سرطان ۴ مه) د طالبانو حکومت وايي چې روانه اوونۍ لویه جرګه رابولي.

تراوسه پورې د دې جرګې د رابللو هدف نه دی څرګند شوی او نه طالبانو رسماً په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

خو پولیتخنیک پوهنتون، چې د لویې جرګې خیمه پکې ولاړه ده، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان سرطان له ۵ تر ۱۲ پورې به دا پوهنتون رخصت وي.

د پوهنتون په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې پوهنتون به د دې لپاره په یاده موده کې بند وي چې دلته لویه جرګه رابلل کېږي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د طالبانو له لوري رابلل کېدونکې لویه مرکه به په کومو موضوعاتو بحث وکړي خو طالبان د مشروعیت له جدې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې کابل او نور ولایتونه یې په زور نیولي، ټولې دولتي چوکۍ یې خپلو جنګي کسانو ته سپارلي او ښځې یې ګرد سره له ټولنیزو او سیاسي میدانونو ایستلي دي.

سره له دې چې د طالبانو د حکومت څه باندې لس میاشتې وځي، هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. طالبان چې د امر بالمعروف والا او د شيخ عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو وزير او داسې نور سرسخته او سرتنبه څېرې لري، نو د دوی کړنې د اعتبار وړ نه دي. دا هر څه د پنجاب د نظاميانو او څارګرې ادارې تر لارښوونې لاندې مخته ځي. افغانستان اوس عملاً د پنجاب يوه نارسمي او نااعلان شوې صوبه ده چې نه د کشمير حيثيت لري او د پخوانۍ فاټا.
    داسې څېرې يې راټولې کړې دي چې تېر نظام به ترې ډېر ښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب