یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهفراه: ۲ ط- ان وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون...

فراه: ۲ ط- ان وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون یې ۳ تنه ټپيان دي

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان او دوه ساتونکي یې د موټر اوښتو پېښه کې ټپيان شوي او ۲ نور طالبان وژل شوي دي.

ځینو سرچینو رسنيو ته ويلي، چې نوموړي د‌ يوه ډله غلو د نیولو هڅه کوله، چې موټر یې اوښتی او دا پېښه رامنځته شوې ده.

 د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان په مختلفو برخو کې هره ورځ پر طالبانو داسې مختلفې پېښې رامنځته کېږي، خو ډېر وخت نه رسنیز کیږي.

له موټرو او جغرافیې سره نابلدي او غیر مسلکي توب د طالبانو له لوري د موټرو د نسکوریدو او ورته د تلفاتو يو اصلي دليل ګڼل کېږي.

طالبانو په وروستيو کې د خپلو پولیسو د مسلکي روزنې د هڅو په اړه ډېر خبرونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب