یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ دا د ازادۍ خاوره، دا د جګو غرو وطن 

 دا د ازادۍ خاوره، دا د جګو غرو وطن 

 دا د ازادۍ خاوره، دا د جګو غرو وطن

عبدالله قری زموږ د غم او  ښادۍ ږغ و.

زه یې له کوچنیوالي پېژنم.

له کله چې مې خپل پلار را یادیږي او له کله چې اتڼ پېژنم . 

په سر یې شال

په تندي خال دی

نری شمال، منګی په لپو ډکوینه

زما پلار به د مقري دې سندرې ته اتڼ کاوه .

بیا یو وخت  نه زما پلار اتڼ کاوه او نه مقري د اتڼ سندره بلله.

زموږ ژوند بدل شوی و.

د مقري سندرې هم بدلې شوې وې.

پلار به مې دشپې  راډیو پټه اروېده .

کله کله به د عبدالله مقري سندره راغله 

مقري به ویل: 

په وینو رنګ سوې کابل جان کابله

افسوس افسوس ارمان ارمان کابله

ستا په حالات مې زړه سوځیږي ګوره

وس مې په هیڅ چا نه رسیږي ګوره

زما پلار به د بې وسۍ دې نارې ته  لاس تر زنې ناست و.

خو  د کابل خراب حالت د بې وسۍ اجازه لا نه ورکوله. 

زموږ راډیو څو ځایه ماته وه . 

پلار مي په پلاستیک سره  تړلې وه . 

‌سیګنال به یې سم نه اخیست.

پلار به مي له یوې خونې تر بلې خونې د مقري د سندرې د اورېدو لپاره په سیګنال پسې ګرځېد. 

چا دي مکتب چا دي موزیم چور کړ

چا دي چوکۍ، چا دي میزونه یوړل

چا د دفتر سپین کاغذونه یووړل

هغه وخت زموږ ښوونځي سوځیدل، زموږ دولتي مطبعه چور وه او د علومو اکاډیمي ویجاړه وه .

هغه وخت زموږ د دفتر په کاغذونو او کتابونو په تنرونو او بخاریو کې اورونه بلېدل. 

مقري نور د شینخالۍ سندره نه بلله . 

مقري د طلاتیپې د چور  او تالان کیسه کوله. 

د وطن ناوې سرتوره وه او مقري د لاهور پر بازارونو د باختري  شهزادګیو د خرڅ شوي عزت  نارې وهلې. 

مقري پل – پل له موږ سره زموږغم ژړلی دی.

کله چې جنرال عبدالرازق اڅکزی شهید سو، مقري ویل: 

څومره ښکلی ښکارم

خپلو وینو کې چې پروت یم رنګ

ما پر وطن سر کښېښود

شهید یم د وطن په ننګ 

کله چې مقری نا جوړه و، موږ پلار ته نه ویل. 

خو قانع اکا په چیغو – چیغو پر ټویټر او فیس بوک د مقري د رغېدولپاره له خلکو د دعا خیر غوښت. 

د اکا خبره چیري پټه پاته کیږي؟  

پلار مې رویل: ما فال نیولی که مقری مړ سو، کابل سقوط کوي.

کله چې د مقري د مرګ خبر خپور سو، پلار مې ویل له مقري سره یوه دوره ختمه سوه. د افغانستان بیچاره ږغ به یې په اخلاص پورته کاوه،  هغه ږغ غلی سو.

خو زه فکر نکوم چې داسې ده.

د مقري ږغ ندی غلی سوی

زه دوطن له درده د مقري د ږغ انګازه د منظور پښتین په ږغ کې اورم. 

مقري ویل: دا د ازادۍ خاوره ! 

د ازادۍ پردې خاوره منظوراحمد پښتین ولاړ دی. 

مقري ویل: دا د جګو غرو وطن 

د وطن دجګو غرونو زرهاوو  پېغلې او ځوانان نن د ازادۍ نارې وهي.

پښتانه وايي، پټکی له سره ولویږي په اوږو تکیه شي! 

د مقري د سندرو د ننګیالي وطن د ننګ  پټکی خامخا له سره لوېدلې خو د منظور پر اوږو پروت دی! 

مقري ویل: 

دا د ننګ بچیان لري

دا د پرګنو وطن

ایا مقری پر افغان وطن د پرتو پرګنو  ږغ اوري؟

دا پرګنې د لوی افغانستان د ازادۍ لپاره سمیږي او په منظور پسې روانېږي.

مقري ویل: 

زه دي پيزنم تور مخې خو ملت مي نه پوهیږي

پښتون ستا د لاسه خوار دی ، کابل ستا له لاسه چور دی

د اګست په ۱۵مه، په هغه اورکې چې تورمخي دښمن لګولی د افغان نیمګړی کور هم وسوځېد.

خو ښايي دیوالونه یې پاخه سوي وي.

ایا مقری اوري چې ډېرو افغانانو خپل تور دښمن پېژندلی دی؟ 

له کاکړه تر عظیمه، له هلمنده تر وزیرستانه هره ورځ ځوان افغانان پر وطن سرونه ږدي.

علي وزیر  د تور دښمن زندان ته پر ټټر ورځي او منظور د پښتنو کوڅه په کوڅه او  هجره په هجره    ګرځي او د تور دښمن د دښمنۍ کیسه کوي. 

زه باور لرم چې د منظور او علي پدې استقامت کې به د مقري ارمان پوره کیږي. 

مقري د تور مخي دښمن پر ضد د تاریخي جنګ لپاره  منظور ، علي او موږ ټولو ته خپل ږغ  را پریښې دی.

ږغ دې زنده باد وي!

وطن دې زنده باد وي!

روح دې ښاد وي!

یادداشت: دا لیکنه د پېژندل شوي سندر غاړي عبدالله مقري د وفات د لومړي تلین په مناسبت وه. عبدالله مقری د ۱۴۰۰ هجری لمرزی کال د جوزا په ۳۰ مه نېټه په کابل کې وفات شو.

1 COMMENT

  1. جلالزۍ دې دخپل قلم اوجرٸت سره ژوند ۍ وي مقرى دې پخپل لازوال هنرکې ژوندى وى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب