جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد معاشونو پر نه ورکولو اعتراض؛ د کندهار د هوايي ډګر ۳۵...

د معاشونو پر نه ورکولو اعتراض؛ د کندهار د هوايي ډګر ۳۵ مسلکي کارکوونکو استعفا وکړه

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د کندهار د هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د طالبانو د حکومت له لوري د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې په ډله ییز ډول له خپلو دندو څخه استعفا وکړه.

د‌ طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مسوولينو د دوی د استعفا خبر تایید کړی، خو ویلي چې د مستعفي شویو شمېر ۱۵ تنه و.

د وزارت چارواکو دا هم ویلي، چې مسلکي کارکوونکي په دغه هوايي ډګر کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د کندهار د هوايي ډګر مستعفي شویو کارکوونکو ویلي، چې طالبانو له ۸ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

د دوی په وینا، په مستعفي شویو کې داسې کسان هم شامل دي، چې مخکې یې د کندهار په خصوصي سکتور کې دندې لرلې او د طالبانو په غوښتنه ېې په هوايي ډګر کې دندې پیل کړې وې.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو رییس قاري نور احمد سعید‌‌ بيا ويلي، چې مستعفي شوي کسان عادي کارکوونکي، ۱۲ تنه او صفا کاران وو.

طالب چارواکو دا نه دي ويلي، چې ولې ېې د دغو کارکوونکو د ۸ میاشتو معاشونه نه دي ورکړي او آیا تر دې وروسته به ېې ورکړي کنه؟

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان په نیږدې ټولو ادارو کې ملایان او د طالبانو جنګيالي د چارواکو په توګه ټاکل شوي او اداري نظام له سقوط او پاشلتيا سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب