جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبريتانيا: په افغانستان کې د جګړې له لارې د بدلون راوستو د...

بريتانيا: په افغانستان کې د جګړې له لارې د بدلون راوستو د هڅو ملاتړ نه کوو

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر «هوگو شورتر» وايي، چې هېواد ېې د جګړې له لارې په افغانستان کې د سياسي بدلون د هڅو ملاتړ نه کوي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې هېواد ېې له خپلې خاورې څخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره د هڅو اجازه نه ورکوي.

د هغه په خبره، تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه د نړیوالې ټولنې په ګټه دی.

بريتانوي شارژدافیر په عین حال کې ویلي، چې د طالبانو حکومت سره عملي تعامل د وخت اړتیا ده او له دې تعامل سره په افغانستان کې د سولې او ثبات، بشري مرستو او امنيتي انديښنو په اړه کار کیدای شي.

هغه ټينګار کوي، چې طالبانو سره له تعامل پرته د دې اهدافو د تعقیب لپاره بل کوم بدیل نه ليدل کېږي.

د بریتانیا شارژدافیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف څو ورځې مخکې له نوم اخیستو پرته لویدیز هېوادونه په افغانستان کې د قومي او کورنۍ جګړې په هڅولو تورن کړل.

طالبانو تر اوسه د دواړو دغو بهرنيو ديپلوماتانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب