جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهستانکزی: پاکستان او ايران زموږ د « جهاد» په برکت آرامه ژوند...

ستانکزی: پاکستان او ايران زموږ د « جهاد» په برکت آرامه ژوند کوي

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د ایران او پاکستان هېوادونو د آرامتیا دلیل دا وباله، چې دوی جهاد کړی او په برکت ېې سیمه له متجاوزینو څخه خوندي شوې ده.

نوموړي د افغان«انویسټ» په نوم د دوه نیم سوه میلیونه ډالرو د سهامي شرکت د پرانيستې په مراسمو کې وويل: « موږ نه يوازې خپل هېواد ازاد کړ، بلکې د سيمې هېوادونه مو هم د تېري کوونکو له شره وژغورل.»

د ستانکزي په وينا که د پاکستان او ايران په شان ګاونډي هېوادونه آرامه ژوند کوي، دا د افغانستان د خلکو د جهاد برکت دی او نړۍ بايد دې ته درناوی ولري.

عباس ستانکزي ونه ويل، چې له « جهاد» څخه ېې موخه د روسیې پر وړاندې د اف هغه افغانانو جګړه او که د امریکایانو خلاف د طالبانو جګړه ده.

پاکستاني او ایراني چارواکي بیا د روسیې پر وړاندې د جګړې په تمويل او بریالیتوب کې په ښکاره او د امریکایانو خلاف جګړه کې کله ښکاره او کله پټ د خپل رول خبره کوي او له دغه رول پرته د يادو جګړو بریالیتوب نا شونی بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب