شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د میرمنو مشري او پر ښځو د نارینه د سپرستۍ سهي تفسیر

د میرمنو مشري او پر ښځو د نارینه د سپرستۍ سهي تفسیر

ربیر افغان

په نر واکه ټولنه کې د مقدسو متنو سره دا ظلم کېږي چې د نرانو د مطلق افضلیت او نر سالارۍ تفسیر ځنې کېږي او له ښځو سره دا تېری کېږي چې د هغوی د واک کمولو او تر نارینه د کم ښودلو لپاره يې په مقابل کې له مقدس متن څخه ګټه اخیستل کېږي.

د قران کریم له دې لاندې ایت سره په تفسیر کې همدغه ظلم شوی دی، هم يې د ایت تفسیر له سیاق و سباق سره په ټکر کې کړی دی او هم يې د دې ایت مفهوم داسې اخیستی چې د قران کریم نور موارد يې په نظر کې نه دي نیول شوي، له ښځو څخه د خپل ځان د واک اخیستلو لپاره يې یوه ښه وسیله دغه ایت هم دی چې نرواکه ټولنه ورڅخه اسفاده کوي او یو بل حدیث دی چې د دې مقالې پر وروستۍ برخه کې به زه بحث پر وکړم. ایت دا دی:

{الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ} [النساء: 34].

ژباړه: نارینه د ښځو ساتونکي او له دې امله په مالي چارو کې سرپرستان دي چې الله د دوی ځینو ته پر نورو غوراوی ور کړی او چې دوی له خپلو مالونو نفقه کوي.

په دغه ایت کې د قوامون له توري څخه دا فهم اخیستل شوی چې نارینه پر ښځو واکداران دي، په داسې حال کې چې قوام دلته په یوه خاص سیاق و سباق کې ذکر شوی دی چې د مطلق واکدار مفهوم ترې اخیستل بې انصافي ده ، قوام د لغت په کتابو کې دغسې معنا شوی دی:

متولٍّ للأمور، حسن القيام بها “قوَّام على ممتلكات- {الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ}: يقومون بالنَّفقة عليهنَّ والذّبّ عنهنّ-.(۱)

ژباړه: د چارو سمبالونکی، د چارو ښه ترسره کوونکی، د ملکیتونو چارسمبالی، نارینه پر ښځو قوامین دی یعنې نفقه يې ور کوي او له دوی څخه دفاع کوي.

د ایت په دغه ځای کې د قوامون توری خپل مفهوم لري چې عمومي سرپرستي نه ده ځنې مراد، لکه د لغتو کتاب چې وايي نفقه ور کوي او حفاظت يې کوي، مېړه د ښځې په نفقه مامور دی او د ساتنې مسوولیت يې هم لري.

په دغه ایت کې هر نارینه او هره ښځه هدف نه ده، یعنې عمومن د ټولنې نارینه د ټولنې پر ښځو سپرستان نه دي، نه د ټولنې ښځو ته نفقه ور کوي، په دغه ایت او تر دې وروسته ایت کې د مېړه او ماینې په اړه بحث شوی دی، قران کریم دلته د نفقې او مال یادونه کړې ده چې د قوامون مفهوم په دغه ځای او جمله کې د مالي سپرستۍ او حفاظت دی نه عمومي او هم د مېړه او ماینې بحث دی نه د هر نارینه او هرې ښځې. قران کریم قوامین الفاظ دوه ځایه نور هم ویلي دي: 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ} [النساء: 135].

ترجمه: اې مومنانو! د الله لپاره ښه عادل شاهدان شئ.

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ} [المائدة: 8].

ترجمه: اې مومنانو! د الله لپاره انصاف کوونکي غوره شاهدان شئ.

په دغو ایاتونو کې قوام لفظ هغه مفهوم نه لري چې په هغه لوړ ایت کې يې ور کاوه.

ښځه ازاد انسان دی، د ازادۍ حق لري، قران کریم د نارینه ملکیت نه ده کرځولې، نر سالاره ټولنه خپله پر هغوی ولکه کوي او د هغوی حقوق په یوه او بله پلمه نه ور کوي. د قران کریم په همدې بحث کې راغلي چې که مېړه او ښځه اختلاف ولري، نو د نارینه او ښځې له کورنۍ دې دوه پرېکړه کوونکې وټاکل شي هغوی دې منصفانه پرېکړه وکړي، که په سر کې موږ ښځه د نارینه ملکیت کړو، واک يې نارینه ته ور کړو، سلطه د هغه پر چلېږي، هغه يې د هرې چارې سرپرست شي او دا حکم د ټولنې د ټولو ښځو لپاره د ټولو نارینه وو ته عمومي شي، نو بیا دلته ښځې ته دا واک ور کول چې د خپل ځان د حق غوښتنې لپاره دې خپل حکم له کورنۍ وټاکي او له خپله مېړه دې حقوق تر لاسه کړي، د بحث سر او پای نه سره لګېږي، په سر کې يې ملکیت وه، هيڅ واک يې نه و او په اخیر کې يې ازادي ور کړه حتا له خپل مېړه سره لا د خپلو حقونو پر سر جنجال کولای شي او د خپل ځان په اړه خپله واک لري.

په ایت کې ذکر شوی فضیلت په عمومي ډول د نارینه پر ښځو نه دی، بلکې دلته هدف هغه مالي فضیلت دی چې یو مېړه يې پر میرمن لري، ځکه د میرمنې د نفقه پر مېړه لازمه ده، همدغه فضیلت ته اشاره ده؛ که دغسې تفسیر ونه شي، بیا نو ډېرې ښځې شته چې پر ډېرو نارینه وو بهترې دي، لکه مریم علیها السلام، نبوي میرمنې، صحابیات رضي الله عنهن او داسې نورې. زما په نظر دغه ایت باید له خپل سیاق و سباق سره سم تفسیر شي او مفهوم يې باید د قران کریم د نورو ایاتونو له مفهوم او عمومي و کلي مفاهیمو سره ټکر را نه وړي.

د قران کریم د همدې ایت په اړه زما دغه نظر دی چې دلته مې درسره شریک کړ. پاته شوه د ښځو د مشرۍ مسله؛ په دې کې یو حدیث راغلی چې د هرې ټولنې او فکر خلک ور څخه د خپل فکر او رواج سره سم تفسیر کوي. لومړی به دغه حدیث راوړم:

عَنْ أَبِي بَكْرَةَ، قَالَ: لَقَدْ نَفَعَنِي اللَّهُ بِكَلِمَةٍ سَمِعْتُهَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيَّامَ الجَمَلِ، بَعْدَ مَا كِدْتُ أَنْ أَلْحَقَ بِأَصْحَابِ الجَمَلِ فَأُقَاتِلَ مَعَهُمْ، قَالَ: لَمَّا بَلَغَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ أَهْلَ فَارِسَ، قَدْ مَلَّكُوا عَلَيْهِمْ بِنْتَ كِسْرَى، قَالَ: «لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً».(۲)

ژباړه: له ابو بکره رض روایت دی، ده ویل: د جمل د جنګ په ورځو کې هغه حدیث ګټه راته وکړه چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلی و؛ تر هغه وروسته چې نژدې وه د جمل د جنګیالیو په ډله کې ور کښېوزم له هغوی سره یوځای جګړه وکړم. ده ویل: رسول الله ص ته چې دا خبر ورسېد فارسیانو د کسرا لور ته خپله پاچاهي ور کړې ده، نو ده وویل: هغه قوم(فارسیان) چې خپلې چارې يې یوې ښځې ته ور له غاړې کړې دي، هيڅکله به بریالي نه شي.

دغه حدیث په خپله دغه بڼه بیخي واضح دی، نور حدیثونه چې له دې مفصل حدیث څخه کم شوي وي، یا دا کیسه ټوله پکې نه وي، باید چې د دغه حدیث په رڼا کې له هغو څخه مفهوم واخیستل شي. دلته د حدیث وروستۍ جمله د مخکې کیسې په رڼا کې ویل شوې ده. رسول الله ص د فارسیانو او رومیانو حالات څارل، د فارسیانو خپل منځي اختلافات، د کسرا(پاچا) مرګ او تر دې هر څه وړاندې د عربو له لوري په یوه جګړه (ذي قار) کې فارسیانو ته ماتې ټول هغه اسباب وو چې رسول الله ص يې په رڼا کې دغه جمله ویلې ده، دا یو شرعي حکم نه دی، دا یوه وړاندوینه ده، د یوه هیواد سیاسي، نظامي او ټولنیز حالات چې یو ځېرک مشر تر نظر لاندې ونیسي، هغه يې په اړه وړاندوینه کولای شي؛ رسول الله ص یوه دقیقه وړاندوینه وکړه، فارسیانو یوه داسې مشره ټاکلې وه چې نه يې تجربه در لوده او نه د هیواد له حالاتو څخه باخبره وه، د مشرانو او نظامي مسوولینو د نه جوړجاړي له امله هغوی اړ شول چې یوه ښځه د واکمنې په توګه ومني که څه هم د هغه وخت شرایط د دې میرمنې د مشرۍ لپاره مناسب نه وو.

د دې حدیث په کوم ځای کې یادونه شوې ده چې دا یو شرعي حکم دی، دلته خو واضح بیان شوي چې د فارسیانو د خبر په تر لاسه کولو رسول الله ص دغسې یوه خبره وکړه، دا خو يې نه دي ویلي چې شرعن دا کار حرام دی، قران کریم د سبا د ملکې یادونه کړې ده، نه قران کریم یادونه کړې ده چې د ښځې واکمنول ناسم کار دی او نه رسول الله ص ویلي دي، له دې ټولو ور هاخوا نن په نړۍ کې د ډېرو ملکونو مشرانې ښځې دي؛ هغوی د خپل هیواد بریالی مدیریت کوي، هیواد يې د ښځې په مشري کې ترقي کړې ده، نو که دا حدیث عمومي شرعي حکم شي؛ بیا به له واقعیت سره ټکر راوړي، د حدیث الفاظ او شان ورود يې د حکم له عمومي کولو او شرعي کولو سره سمون نه لري.

۲۰۲۲/۳/۲۶

سرچینې: 

(۱)معجم اللغة العربية المعاصرة (3/ 1877)

(۲)(صحيح البخاري، کتاب المغازي، باب کتاب البني ص الی کسری و قیصر، ح: ۴۴۲۵)

3 COMMENTS

  1. زه نه پوهیږم چې صحیح ، څنګه سهي شوه،بیایی هغه څوک لیکی چې عربی سره اشنا او قواعد پیژنی۰
    ایا دا ډول بیقاعده ګی ژبه او لیکوال دروند او متخصص ښیی؟
    که پښتو له عربی ژبی تصفیه کوی او غواړی پښتو سچه کړی؟
    حال دا چې هره کلمه ریشه او مشتقات لری،او داسی بدلونونه د ریشی سره تړاو له مینځه وړی ، بی
    معنی الفاظ زیږوی او ژبه بد رنګوی،که څنګه؟

  2. د زبیر صاحب د لیکنی روح لطیفه ده خو زما په ذهن کی د پورته لیکنی په هغه برخه کی یوه پوښتنه پیدا سوه کومه چی د ابوبکر د له قوله د یوه حدیث په اړه ده :
    ” ژباړه: له ابوبکره رض روایت دئ، ده وویل: د جمل د جنګ په ورځو کی هغه حدیث ګټه را ته وکړه ……… “.
    زما پوښتنه دا ده چی آیا د حدیث راوی همهغه لومړی خلیفه ابوبکر دئ او که کوم بل ابوبکر؟
    که کوم بل ابوبکر وی نو زما پوښتنه ځواب ده
    خو
    که
    دا راوی همهغه لومړی خلیفه ابوبکر وی
    نو
    د جمل جګړه ( کومه چی د ابوبکر لور ئې قومندانه وه ) د علی بن ابی طالب د خلافت په لومړنیو هفتو کی را منځته سوه نو د لومړی خلیفه ( ابوبکر ) حضور او درک په کوم منطق د جمل د جګړې د بیان په باب صِدق کوی؟
    بل عرض می دا دئ چی:
    د ګران ورور همت صاحب فرهنګی ګیله بالکل پر ځای ده، یا باید ” صحیح ” ولیکل سی یا د سهی پر ځاس
    ” سم ” ولیکل سی.
    یو عرب کولای سی د یوې پښتنې پیغلی سره واده وکړی او برعکس
    خو
    د ” پښتو ” او ” عربی ” ژبی تر منځ د مصلحتی او صیغه ای نکاح محصول به ناقص الهویة او ناقص التفهیم وی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب