Home+د شينجيانګ چټک پرمختګ | چینۍ خبریاله ډېوه 

د شينجيانګ چټک پرمختګ | چینۍ خبریاله ډېوه 

د شينجيانګ له خوتن سيمې څخه تر چقلق ولسوالۍ پورې د ۲۷۱۲ کيلومترو په اوږدوالي په نړۍ کې د صحرا په شاوخوا کې د رېل لومړۍ پټلۍ تازه پرانيستل شوه. د شينجيانګ په جنوب کې د دغې پټلۍ په اوږدو کې د خرما، پنبې او چهارمغذ په شمول کرهنيز توليدات د پټلۍ له لارې د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته ليږل کېږي، د مسافرو د تګ راتګ لارې نورې اسانتياوې رامنځته شوې او ځايي اوسيدونکي به د سيلانۍ او کرنې په شمول مختلفو ساحو کې ډېرې ګټې ترې ترلاسه کړي، کاري فرصتونه به ومومي او د شتمن توب لاډېر چانسونه به برابر شي. 

خو په همدې وخت کې، له لرې امريکا څخه ځينې سياستوال په خپل ذهن کې د چين په شينجيانګ د اجباري کارونو په اړه خيالي دروغ جوړوي او خپروي يې.

دغو دروغجنو هېڅکله شينجيانګ له نږدې نه دی لیدلی، خو اوږد وخت يې پر چین د فشار اچولو په موخه د شيجیانګ د مسئلې په پلمه پر چين بې بنسټه تورونه لګولي دي.

په دې وروستيو کلونو کې ځينو امريکايي سياستوالو د شينجيانګ مسئلې په باره کې د چين د بدنامولو په موخه د بشري حقونو په پلمه کرکجن خبرونه خپاره کړي تر څو د شينجيانګ د مختلفو قومونو د اوسيدونکو په منځ کې توپيرونه رامنځته کړي او په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو په منځ کې د چین ضد نظر رامنځته کړي. خو يوه خوا د امريکا ځيني سياستوال جعلي معلومات جوړوي، بله خوا د دغه هېواد سياستوال دغه جعلي معلومات افشا کوي. د چين په ګوانګ جو ښار کې د امريکا د قونسلګرۍ قونسل او اړوند چارواکي يو ځل د امريکايي تصديو کارکوونکو ته ويلي، چې د دغه هېواد حکومت ډېر ښه پوهېږي، چې په شينجيانګ کې د بشري حقونو خلاف مسئله بيخي نشته، د شينجيانګ مسئلې جوړول يوازې د چين د پرمختګ د مخنيوي او په چين کې د ګډوډۍ جوړولو يوه اغيزمنه لاره ده.

خو شينجيانګ هېڅکله د امريکا لخوا په چين کې د ګډوډۍ جوړولو لاره نه ده. د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتونو د دغې سيمې د پرمختګ لپاره يو لړ پروژې جوړې کړې. د شينجيانګ پراخوالي څه باندې یو ميليون، ۶۶۰ زره مربع کيلومترو ته رسيږي او د افغانستان، پاکستان په شمول له اتو هېوادونو سره ګډې پولې لري. د ځينو کسانو په اند، په دومره لويه سيمه کې خامخه ځيني لرې ځايونه د پرمختګ له بهير څخه پاتې کېږي، خو په دې لوی شينجيانګ کې په نړۍ کې د صحرا په شاوخوا کې لومړۍ پټلۍ، د تکلاماګان له صحرا څخه جوړ شوی سړک، د تاشکورګان پر لوړې باندې لومړی هوايي ډګر او داسي عجيبې پروژې جوړې شوې. د ترافيکي شبکې د بېلا بېلو ځايونو پرمختګ هڅولی او د خلکو ژوند ته يې ګټې رسولې دي.

د شينجيانګ ښه پرمختګ په پوره توګه د امريکا دروغجن خبرونه ناکام ثابتولای شي. د امريکا ځيني سياستوال د جعلي معلوماتو جوړولو او د دغه هېواد ځيني خبري رسنۍ د جعلي خبرونو خپرولو په چارو کې ډېر «پياوړی توان» لري. خو هوښياران په دروغو باور نه کوي. امريکا غواړي په اسلامي هېوادونو کې د چين په وړاندې دښمانان جوړ کړي. خو ډېر اسلامي هېوادونه په دې پوهيږي، چې په شينجيانګ کې د بشري حقونو ستونزه نشته، خو د ترهګرۍ او توندلارې له منځه وړلو لپاره ضروري تدبيرونه عملي شوي. په دې توګه څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شروا په ۵۰مه غونډه کې نژدې سلو هېوادونو له امريکا سره مخالفت کړی، چې د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

په هر حال کې چې امريکا په شينجيانګ کې د بشري حقونو په اړه جعلي معلومات جوړوي. خو شينجيانګ لا هم د ښه پرمختګ په تمايل کې دی او د بېلا بېلو قومونو خلک په دې سيمه کې د پرمختګ له کاروانه ګټې اخيستلی شي. همدا رېل پټلۍ يې ښه مثال دی چې په شينجيانګ کې جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...