چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهط - الب چارواکي: "افغان انويسټ" سهامي شرکت د ۲۵۰ ميليونه ډالرو...

ط – الب چارواکي: “افغان انويسټ” سهامي شرکت د ۲۵۰ ميليونه ډالرو له پانګونې سره خپل فعاليت پيل کړ

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د طالبانو حکومت نن په کابل کې د ۲۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو له پانګونې سره خپل فعاليت پيل کړ.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د طالبانو يو شمېر چارواکو، د خصوصي سکتور فعالانو او یو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو د ویاند بلال کريمي وويل، چې د دوی حکومت د سوداګرو ملاتړ ته ژمن دى او هڅې کوي چې د تجارت د پرمختګ لپاره ښه ماحول او د سوداګرو لپاره ښه امنيت تامين کړي.

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر ‏شیخ شهاب الدین دلاور د خپلو خبرو پرمهال ادعا وکړه، چې اوس په هېواد کې ملي حاکميت او سرتاسري امنیت اعاده شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال له واخانه تر اسلام کلا او له تورخم نه بیا تر حیرتان پورې بشپړ امنیت دی.

‏د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بيا وویل: «دا شرکت به ان شاءالله نور هم پراخیږي او موږ به د دوی کلک ملاتړ ته دوام ورکوو او هیله مو داده چې دې شرکت کې دې د هر قوم او هر ولایت تجارانو ته سهم ورکړل شي.»

 ملا برادر زياته کړه:« زموږ هیواد د ذخایرو له پلوه ډیر غنی هیواد دی. سرمایه داره هیوادوال که په بهر کې سرمایې لري، باید خپل هیواد ته یې را انتقال کړي، موږ مو حمایت کوو.»

د طالبانو خبري سرچينو د ياد شوي سهامي شرکت د مسوولينو په اړه څه نه دي ويلي.

دوی د شرکت په اړه ویلي، چې ‏افغان پانګه یو محدود المسؤلیت شرکت دی چې په څلورو لویو سکتورونو (کانونو، انرژي، ساختماني او کرنې) برخو کې یې د 250 ملیونه ډالرو لومړنۍ پانګونې سره نن خپل فعالیت پيل کړ.

د طالبانو ځینې منتقدین دا ډول خبرونو ته شکمن دي او په تبلیغاتي برخه کې د دوی پراخې تجربې ته په پام سره فکر کوي، چې یاده پانګونه به عملآ نه وي شوې او که شوې وي، پانګه ېې ممکن خپله طالب مشرانو سره تړاو ولري.

طالب چارواکو په هېواد کې د بشپړ امنيت ادعاوې په داسې وخت کړي، چې پرون په کابل کې د افغان هندوانو او سيکانو یو عبادت ځای نېمه ورځ تر سختو بریدونو لاندې و.

د‌ دغو بریدونو مسوولیت ظاهرا داعش ډلې پر غاړه اخیستی او هندوستان ېې په غبرګون کې د افغان هندوانو او سيکانو د عاجلو ويزو او هندوستان ته د دوی د لېږد خبر ورکړی.

طالب چارواکو په نننۍ غونډه کې د پرونۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب