چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: امريکا مو نه خپله په رسمیت پېژني او نه نور هېوادونه...

مجاهد: امريکا مو نه خپله په رسمیت پېژني او نه نور هېوادونه دې کار ته پریږدي

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړی، چې نه خپله د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني او نه نور هېوادونه دغه کار ته پریږدي.

نوموړي په یوه واټسپ ګروپ کې خبریالانو ته د پوښتنو د ځوابولو پر مهال ويلي، چې واشنګټن د طالبانو د حکومت د نړیوال رسميت پېژندلو لپاره تر ټولو لوی خنډ دی.

مجاهد ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره ټول ديپلوماتيک شرايط پوره کړي دي.

طالب وياند زياتوي، چې د امريکا په ګډون ټول هېوادونه باید پوه شي، چې د دوی حکومت سره تعامل يې د ټولو په ګټه دي او دا تعامل به د طالبانو په اړه د هېوادونو د انديښنو په اړه د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

د‌ ذبيح الله مجاهد په وينا، د طالبانو مشران له واشنګټن سره ښې اړيکې غواړي او له امریکا سره د دوحې د ۲۰۲۰ د لاسليک شوي تړون له مخې دوه اړخيزې اړيکې غواړي.

د طالبانو وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پر امريکا سربېره د دوی نیږدې بهرنيو متحدينو هم د حکومت د په رسميت پېژندلو او ورسره د تعامل لپاره خپل شرایط په ځلونو په ډاګه کړي دي.

د افغان نجونو او ښځو د تروړل شویو حقونو بیرته ورکړه، د ټولو افغانانو اساسي او بشري حقونو ته درناوی، د ټول شموله او انتخابي نظام رامنځته کول، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې ضمانت له طالب واکمنۍ سره د تعامل او په رسمیت پېژندلو لپاره یې د نړیوالو اساسي شرطونه دي.

 طالبانو د دغو شرطونو په اړه ويلي، چې بشري او ښځینه حقونه ېې تامین کړي، حکومت ېې ټول شموله دی او له افغانستان څخه ترهګرو ډلو ته د استفادې اجازه نه ده ورکړل شوې.

ځینې شنونکي بيا باور لري، چې طالبان له واقعیتونو څخه انکار او د ملت او نړۍ سترګو ته خاورې شيندي، چې دا ډول ضد به ېې په تاوان پریوزي.

1 COMMENT

  1. ټالبان په هغه دین چې دوی ئې ځانونه ټېکه داران بولي ، پوره عقیده نه لري .
    دروغ ویل چې د ایمان زوال دی ، ترټولو لویه ګناه ده . الله تعالی کا‌ذبین دوست نه لري . او پر هغوی ئې لعنت ویلی دی د آل عمران سوره 61 آیت
    دروغ چې په عربي کې کذب ورته وايي ، له حقیقت نه خلاف خبرې ته وایی، یعنې حقیقت پټوي او د هغه برخلاف یوه خبر کوي .
    « إِنَّ اللَّهَ لا یهْدِی مَنْ هُوَ كاذِبٌ كَفَّار» د زمر سورته 3 آیت
    « ْ إِنَّ اللَّهَ لا یهْدِی مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّاب‏» سوره غافر آیه ۲۸
    ستاسو حکومت کې یواځې ټالبانو او ملایانو په دولتي څوکیو چې د ټول ملت مال او امانت دی ، خېټه اچولې ده ، مسلکي او په کار پوه کسان دهېڅ وزارت او مقام په رأس کې نشته او حتی عادي مامورین هم په یوه او بله پلمه له کاره شړئ .
    ستاسو تش په نوم حکومت کې ښځو ته چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي ، د کار ځای نشته ، یوڅو محدودې ډاکترانې او نرسانې او یوڅو ښځینه پولیسې د ضرورت لپاره کار کوی خو په حقیقت کې د هغوڅو محدودو ښځو موجودیت بیاهم ستاسو مخالفت له ښځو سره نشي پټولی.
    د ښځو محرومول له زده کړې او تحصیل نه ، ستاسو تر ټولو لوی فرهنګی او علمي جرم دی چې د ټولو اسلامي او انساني اصولو سره تضاد لري .
    ستاسو په حکومت کې د افغانستان د ټولو ولایتونو او قومونو واقعي ، وطندوسته ، ملي اشخاص نه لیدل کیږي .
    د ټالبانو په سرپرسته اداره کې ځینې داسې کسان لیدل کیږي چې افغانیت ئې تر سوال لاندې دی لکه ملا متقي او ملاعبدالباقي حقاني . د ملاهبت ژوند او مرګ لا بله معما ده چې په دې نوم څوک وو او که هسې افسانوي نوم دی ؟
    د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستې یواځې پرټالبانو او د هغوي پر خپلوانو وېشل کیږي او نور ملت که له ولږې مړه کیږي ، دوی ته هېڅ ارزش نه لري . دا ستاسو «عمري » عدالت دی .
    له بیت المال سره خیانت او د ملي اردو وسلې ، مهمات او تجهیزات چې په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو ته د شپې او ورځې روان دي ، نه انکار کوونکی حقیقت دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی