چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههند د افغان سیکانو او هندوانو د تخلیې بهير پیلوي

هند د افغان سیکانو او هندوانو د تخلیې بهير پیلوي

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د هند د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان هندوانو او سيکانو ته عاجلې ويزې ورکوي او د تخلیې بهير د ژر پیلولو پلان یې لري.

هندوستان ټایمز د یاد شوي وزارت د سرچينو په حواله وايي، چې د يادو ويزو ورکړه په انلاين توګه کيږي او له خطر سره مخامخ دغه خلک به ژر له افغانستانه وويستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په کارته پروان کې پرون سهار ۷ وسله والو کسانو د هندوانو او سيکانو پر يوه عبادت ځای برید وکړ.

په دې پېښه کې يو سيک او يو طالب سرتيری وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

داعش ډلې د دې پېښې له مسؤليت منلو سره ويلي، چې دا برید یې د اسلام پيغمبر ته د هندي سياستوالو د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.

ځینې شنونکي بيا باور لري، چې یاده پېښه د پاکستان د نیابتي جنګي ډلو له لوري د طالبانو او هندوستان د‌ نیږدې کیدو د هڅو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.

په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت د هندوستان د تازه پریکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. د څو اونیو راهیسی د هند او طالبانو تر منځ د خبرو او اړیکو خبرونه یو وار بیا پنجاب واکمنو وارخطا کړي ، ځکه هغوي زموږ هیواد د یو خپلواک هيواد په توګه نه بلکه خپله صوبه بولي او له هند سره زموږ د هیواد راشه درشه زغملی نشي ، نو پرون یی يو وار بیا خپل بی یونیفورمه عسکرو ته د دی جنایتکارانه حملی دستور ورکړ، پرونی تروریستی عمل یو ځل بیا د دی خبری ښکارندوی دی چی تش په نامه د داعش او د یو شمیر طالبانو جٙلب اوس هم د آی اس آی په لاس کی ده او هر وخت وغواړي دا پسونه زموږ د هیواد پر ضد کارولی شي ،هغوي ته دا کار اوس کومه ستونزه نه ده ، ځکه د داسی تروریستی اعمالو ټول وسایط او اسباب له منځه ندي تلي ، پدی قریب شلو کلنو کی طالبانو نه کار اخست اوس چی طالبان کابل کی واک کی دي د داعش په نوم او سبا به د جیش محمدی او یا نوری افراطی ډلی په نوم داسی اعمال سر ته رسیږي ، ډلی به وخت ناوخت بدلیږي ، خو اسباب او وسایط به په خپل ځای پاتی وي او لارښوونکي به هم هماغه د آی اس آی افسران وي.

  2. د انسانیت ،افغانیت او مستقل خادم حکومت سره دا ښایی چې هندوانو او سکانو ته ټول هغه جایدادونه او ملکیت چې د جهاد غلو په تیرو څلویښت کلونو کی غصب کړی،بیرته مسترد او سپارل
    شوی وای ،نو بیا ملت ،امت او بشریت منله چی د امارت اسلامی په نامه څه شته،مګر اوسنی حمله د تور مکناټن د ملیشو کار دی چې د ملتونو له نژدیوالی او انسانی ورورولی نه ویره لری ،همداسی ویل کیږی چې د رسمیت پیژندلو ته ځینې دولتونه اماده وو ؛خو د مخنیوی او اخلال لپاره
    د نجونو د تعلیم بندیز ،اماده دولتونه په شا کړل ،چې دا هم د تور مکناټن ملیشو تر سره کړ،نو معلومیږی چې ځینی موجوده امرا د افغان او اسلام ګټو ته ژمن ندی ؛او د غلیم د کرایی ملیشی رول
    ادا کوی خو په ظاهر وزیر وی که پیر ، دا کارونه ښیی چې خود خوانده حاکمه طبقه د امارت اسلامی د
    احیا لپاره لازمه فهم او سیرت نلری ؛د تعلیمی ادارو بندول ،له علم سره دښمنی او جاهلی تعصباتو
    تعفن لری او دملت سره دښمنی ده ؛او همداسی په لار او بازار کی د ځناورو څڼورو بیرحمانه وهل او
    ډبول د بهیمی خواصو قوت ښیی چی د امارټ اسلامی معیارونه نقضوی،د امارت اسلامی، امیرالمومنین او امراوو معیارونو کی فقهای امت او تاریخ اسلام ډیر څه لری ؛مطالعه او پرتله یی کړی
    هر ملا امیر کیدی نشی او هر جاهلِ متعفن په بَهِیمی خواصو دروند،مجاهد ندی بلکی د انسانیټ او
    افغان دښمن دی او د تور مکناټن کرایی ملیشه۰

  3. سلام
    داهم دتور مکناتن عمل ته ورته کار دی.
    فاروک خپل ظرفیت داسلامی فرهنګ نه بهر په ډیر افراطی بعد کې راوپېژند. فساد خورد او مثقال من او خروار نه لری اوشخصیت نقدوی.فاروک خپله دجرم دسپیناوی بېړه کې دی لکه یو مجرم چې په ناحقه قسم خوړلو کې ځان ته تسل ورکوی داهم شو وزیر!
    فاروک وردک بروزن موږک جیرخور اودزدک یو په ډانګ پېېلی،معلوم دار آو په نښه شوی ښکرور غل دکوم شخصیت پر بنا ځان سپین چرګ را ښئی اوپه شد او مد مرداره څېره یوځل بیا راپېژنی . خو« شخصیت »تعریف لری شپه که تیار ده مڼې په شمار دی. دوردک غراوفش لاف او ګزاف دهمزه او لمزه له لیمیت څخه هم اوړی کوم ایین اومذهب یوفاسد ته ددې اجازه ورکوی چې دڅو میلیونو مسلمانانو به سترګو ور ننوځی ایا د غه ولس ړوند دی ؟ ایا مسول کمیسیون دومره له اسلامی ظرفیت ،اګاهی څخه په حقوقی او اجرایی برخو کې حد اقل خبر لری او که دهاها او هیاهو او انحصار خبره ده؟احساساتی او برګی نه بلکی دزغم ،تحمل او متمرکزې اګاهی پر اصولو او بنسټ پرېکړه!!!

  4. محترم ورور شریف زاد صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله
    خاینان د الله تباه کړی،رب العزت فرمایی، ولا تکن للخائنین خصیما؛په همدی اساس زه د خاین لپاره چا سره دښمنی نه کوم،د وردګو مجاهدین اکثرا د خپل بابا؛شهیدمحمد جان خان غازی دلاری پیروان دی چې خاین امیر شهید کړ،د هغه په باب ویل کیږی؛ چې د کور ګاڼه یی خرڅه او مجاهدین یی مجهز کړل،نو هغه چې د جهاد ،غل دی وردګ ندی،داشو د وردګی معیار۰
    خو د تیرو شلو کلو د حکامو د فساد مسابقه د افغانستان په تاریخ کی سابقه نلری؛ورنه دملت ڼنی
    کړاوونه او لوږه به نه وه

  5. دکتور همت صاحب سلام
    زه تا سره بیلکل منم زما هدف هم ننی. لنډې او بوچې فاجعی دی ماسره مېړنی وردک بندیان ول زه د دغو خلکو په صداقت ، اخلاق او غیرت ویاړیږم جزاک الله کور مو ودان

  6. ما د جهانی صاحب د لیکنی ( کومه چی د هندو-سکھ ) په هکله لیکلې سوېده خپل صواب یا ناصواب نظر لیکلئ دی امّا د ځینو ګرانو لوستونکو نظر ( د درمسال د وروستی برید ) په هکله زما ذهن د تشنج سره مخامخ کړ او غواړم د فکری مقاومت پتوګه ووایم چی:
    دا نظر به معقول نه وی چی ګواکی پاکستانۍ اداره د هندواڼو یا سکهانو د معبد د مرکز د حملې اصلی بانی وی او غواړی د طالب رژیم او هندوستان د اړیکو د رغېدو مخه ونیسی! !!!!
    زما استدلال د ځینو وړونو د نظر د رد په هکله دا دئ چی:
    که دا خبره ومنو چی پاکستان د کابل او هند د اړیکو د تخریب په موخه دا تروریسټی کړنه تر سره کړېده نو موږ سر او پزه به د ” تناقض ” د تېرې ډبری سره اصابت وکړی ځکه:
    زه او موږ په دې باور یو چی د طالب اداره او رژیم دربسته د پنجاب په منګولو کی اسیر او حقیر دئ بناً دا خبره به د منلو وړ نه وی چی له یوې خوا طالب د پاکستان غلام ګڼو او له بلی خوا ادعا لرو چی پاکستان د طالب او هند تر منځ د اړیکو د رغېدو مخالف دئ ( دواړی ادعاوی متناقضی دی او د توجیه او تجمیع وړ هم نه دی ).
    اصلاً د افغانی اهل هنود د ځپلو پروژه بله محتوا او بله بڼه لری چی اجراء ئې نه د پاکستان د ماموریت یوه برخه ده او نه د پاکستان د صلاحیت او قدرت په ساحه کی د تعریف وړ ده بلکه ددې پروژې تر شا نور اهداف نغښتی دی چی دا ګړی ئې د بیان حوصله نلرم.

  7. محترم غلام حضرت صیب ، زه په خپلی لیکنی کی کوم تناقض نه وینم زه اوس هم پدی آند یم چې طالبانو اداری کې مسلطه ډله تر اوسه پنجابی استعمارګرو ترنفوذ او حتی کنترول لاندی ده مګر د دوي تر څنګ کله کله د طالبانو په ځینو څیرو کې پنجابی استعمار نه د نارضایتی او حتی ورسره د مخالفت څرک هم تر سترګو کیږي ، (البته ځینی دا علامی یو پلان شوی سناریو بولی تر څو وښیی طالبان د پاکستان تر کنترول لاندی ندي ) مګر په هرحال طالبانو منځ کې د ملی احساس وده ناشونی نده، که زموږ خلکو او هیواد سره په تیرو څلویښتو کلونو کی د پاکستانی نظامی کړیو د غیر اسلامی او له دښمنیو نه ډک چلند نه حتی تیرهم څو په همدی لسو میاشتو کې زموږ خلکو سره د هغه هیواد جابرانه سلوک ( د مستقیم بمباریو او راکت ویشتلو نه نیولی بیا په سپین بولدک او تورخم کی زموږ هیوادوالو په تیره بیا زنانوو سره د هغه هیواد د نظامیانو وحشیانه چلند او همدا رنګه د تورمکناټن غیر دیپلوماتیک او استعماري کړه وړه ، د دی لامل شوی چې طالبانو یو شمیرغړو کې ملی احساس یو څه راوپاریږي اوځینی طالب څهری هڅه وکړي ځان د پاکستان له نفوذ نه آزاد کړي چې پدی ورستیو وختونو کې پاکستان رقیب یعنی هند سره د طالبانود اړیکو د قایمولو هڅی د دی خبری ژوندی مثال ده ، مګر تجربه ښیی چې هر کله چی د افغانستان او هند اړیکی نږدی شوی پنجابی استعمار په خپل ټول قوت د هغه مخه نیولی ده او وروستۍ بیلګه یی د پرون ورځی پیښه وه .
    محترم غلام حضرت صیب تاسو په خپله زموږ د هیواد د هندو او سیکانو د ځوریدو په هکله په خپل یو بل کومینت کې لیکلي .
    ……هندو – سکھ ځورېده زموږ د جغرافیا بهر په نورو شیطانی – استخباراتی مرکزونو کی طرح سوې ده چی لوی لوی سیمه ایز ناولی اهداف پکی نغښتی دی)
    نو دا استخباراتی مرکز به غیر له پاکستانی آی ایس آی بل کوم مرکز وې حتی که کوم بل مرکز هم وي آی ایس آی سره به په ګډه دا پروژه مخ ته بیایي. ښی چاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی