چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهشینوارو کې رضا کارو ځوانانو د اوبو د زېرمه کولو ۱۲ بندونه...

شینوارو کې رضا کارو ځوانانو د اوبو د زېرمه کولو ۱۲ بندونه جوړ کړي

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) په افغانستان کې د وچکالۍ له شدت سره هم مهاله، د ننګرهار د شینوارو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رضا کارو ځوانانو د اوبو د زېرمه کولو ۱۲ بندونه جوړ کړي او د دیارلسم بند په جوړولو کار کوي.

د هسکې مینې ولسوالۍ د ځوانانو یوې فیسبوک پاڼې د دغو بندونو د عکسونو له خپرولو سره لیکلي، چې د دې بندونو د جوړولو لګښت په هېواد کې دننه او بهر د یادې ولسوالۍ یو شمېر مېشت ځوانان ورکوي.

سرچېنې ويلي، چې د بندونو جوړولو دغه پروژه د مسلکي انجينرانو تر نظارت لاندې چې د هسکې مینې اوسيدونکي دي، پر مخ ځي.

د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې یو شمېر بېوزلو ته د کار موندنې تر څنګ د باراني او سیلابي اوبو مخه نیول شوې ده.

د اوبو چارو د کارپوهانو په باور، د داسې بندونو په جوړولو سره د اوبو سطحه لوړيږي او له زېرمه شویو اوبو څخه د ونو او فصلونو خړوبولو لپاره ګټه اخيستل کیدای شي.

د هسکې مېنې ځوانانو ویلي، چې د جوړو شوو بندونو په شاوخوا ته سيمو کې به نيالګي هم وکري.

د اوبو د مدیریت د چارو کارپوهان باور لري، چې که په نورو سيمو کې هم ورته رضاکاره هڅې پیل او تر سره شي، خپله ځايي خلکو او ټول هېواد ته به ېې ګټه رسولې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی