تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۸ مه) په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای حملې وښوده چې دا اقلیت له جدي خطر سره مخامخ دی.
دا برید وروسته له دې وشو چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې یا داعش یوه ویدیو خپره کړه او خبرداری یې ورکړ چې د سیکانو پر ګوردوارې به د ۲۰۲۰ په شان حمله وکړي.
سیکان د داعش لپاره په یوه هدف بدل شوي دي.
د ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کې د کابل په شوربازار کې د سیکانو پر یوې ګوردوارې یا عبادتځای د داعش په حمله کې ۲۷ تنه سیکان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.
له یادې حملې یوازې درې میاشتې وړاندې د هند پارلمان یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې هغو افغان سیکانو او هندوانو ته د هند تابعیت ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.
په ۲۰۱۸ م کال په جلال اباد کې پر هندوانو او سیکانو بمي برید وشو چې په لړ کې یې ۱۹ تنه ووژل شول. د هغوی په منځ کې د ولسي جرګې غړی سیک استازی اوتار سینګ خالصه هم شامل و.
د دغه برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست.
د دې ډول بریدونو له کبله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د سیکانو شمېر په تدریج کم شوی دی. په لومړیو کلونو کې به طالبانو پر سیکانو او هندوانو بریدونه کول.
یو مهال په افغانستان کې د سیکانو شمېر لسګونو زرو ته رسېده خو په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو له واک ته رسېدو او د تنظیمي جګړو د پیلېدو په کلونو کې ډیر هندوان او سیکان له خپلو کورونو وایستل شول او کورونه یې خپلسرو قوماندانانو غضب کړل.
په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې په افغانستان کې د سیکانو نفوس یو لک تنه اټکل کېده، خو د دوی په وینا تېر کال په افغانستان کې د سیکانو شمېر ۲۴۰ تنه و.
له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېر سیکان له ویرې له افغانستانه ووتل او اوس اټکل کېږي چې په افغانستان ۱۴۰ تنه سیکان پاتې دي.
د سیاسي چارو ځینې شنونکي باور لري چې پر سیکانو او هندوانو په بریدونو کې پاکستان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاس لري. د دوی په باور پرونۍ حمله کابل ته د هند د یوه دیپلومات له سفر او د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو د لېوالتیا له څرګندولو سره بې ارتباطه نه ده.