Homeخبرونهد‌‌ بريښنا شرکت کارکوونکو ته‌ پر « شریعت او نبوي سيرت» د...

د‌‌ بريښنا شرکت کارکوونکو ته‌ پر « شریعت او نبوي سيرت» د خپل صورت او سیرت د برابرولو امر وشو

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) د افغانستان د بریښنا شرکت لپاره د طالبانو ټاکل شويو چارواکو د ياد شوي شرکت کارکونکو ته په یوه ځانګړې ناسته کې امر وکړ، چې خپل صورت او سیرت پر « شريعت او نبوي سیرت» برابر کړي.

د بریښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د دعوت او ارشاد عمومي رییس شیخ محمد هاشم شهيد ورور د شرکت ښځينه کارکوونکو ته د« اسلامي حجاب» د مراعاتولو امر وکړ.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بریښنا شرکت لپاره د طالبانو اجراييوي رييس ملا محمد عیسی ثاني او د شرکت مسوولینو او کارکوونکو برخه لرله.

 ‏د طالبانو له واکمنيدو سره د ښځو چارو وزارت د ځای ناستي په توګه د امر بالمعروف وزارت د تاسیس تر څنګ په ټولو دولتي ادارو او حتا خصوصي پوهنتونونو کې د امر بالمعروف ادارې نمايندګي فعاله شوې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د پوهنتونونو له لوري امکانات او بوديجه پرې تحميل شوې ده.

امر بالمعروف د دولتي کارکوونکو تر څنګ د عامو خلکو پر ژوند هم ډېر قيودات لګولي، چې خلک يې سخت قهرولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...