چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهداعش د‌ افغان سیکانو پر عبادتځای د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی

داعش د‌ افغان سیکانو پر عبادتځای د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی

تاند( یکشنبه، د جوزا ۲۹ مه) داعش ډلې د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د افغان سیکانو پر یوه عبادت ځای د پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

په پروني برید کې لږ تر لږه ۲ ننه وژل شوي، چې ۱ یې افغان سیک، بل ېې طالب امنيتي سرتېری و. سربېره پر دې په دې برید کې ۷ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې پخواني شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر بهرنيو او کورنيو لوریو تر څنګ د طالبانو حکومت دا پېښه غندلې او افغان سیکانو سره ېې غمرازي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د کابل والي شېخ ندا محمد نديم بيا د پېښې له ځايه د ليدنې پر مهال نه پیښه غندلې او نه ېې افغان سیکانو سره غمرازي ښودلې ده.

ځينو څارونکو ويلي، چې برید د طالبانو او هندوستان د‌ نیږدې کیدو د هڅو د ناکامولو لپاره شوی او په ډېر ګومان پاکستان د خپلې « داعش» ډلې په وسيله تر سره کړی دی.

د جمهوري نظام په مشرانو جرګه کې د افغان هندوانو او سکانو استازې انارکلي هنر يار بيا ويلي، چې دوی خو هنديان نه؛ بلکې افغانان دي.

د هغې په وینا، افغان هندوان او سيکان ولې بايد د سياسي ناندريو بيه، هغه هم په داسې ترهګريزو حملو کې ورکړي ‌

په ورته وخت کې د هندوستان د هندوانو او سکانو يوه مدافع بنسټ له خپل حکومت څخه غوښتي، چې افغان هندوان او سيکان هندوستان ته وليږدوي.

په ولسي کچه افغانان خپلو هندو او سيک وطنوالو سره صميمي اړيکې لري او زرګونه افغانانو ورسره په ټولنيزو رسنيو کې د غمرازۍ څرګندونې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی