Home+په پنجاب کې به سوداګریز مرکزونه د شپې په ۹ بجو بند...

په پنجاب کې به سوداګریز مرکزونه د شپې په ۹ بجو بند وي

داودجبارخیل
د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز د انرژۍ سپمولو لپاره د شپې تر نهو بجو د سوداګریز ومرکزونو او دوکانونو د بندولو اعلان کړی دی.
 د پنجاب د وزیر اعلی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سې شنبې په ورځ د سوداګرو له پلاوي سره تر لیدنې وروسته په هېواد کې د انرژۍ د روان بحران له امله د شپې تر ناوخته د سوداګریزو مرکزونو د تړلو پرېکړه شوې ده.
په پنجاب کې د برېښنا د سپمولو د پلان تطبیق به د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۰ پیل شي. د پیرودلو او سوداګرۍ مرکزونه، هټۍ او رستورانتونه به د شپې په پیل کې وتړل شي.
د اعلان له مخې، د ودونو تالارونه به د شپې په 10 بجو او رستورانتونه به د شپې په 11:30 بجو تړل کیږي. درملتونونه به استثنا وي.
په لومړي پړاو کې به دا پرېکړه د لاهور په ګډون د صوبې په ټولو لویو ښارونو کې عملي کېږي.
ياده دې وي چې په سندهـ صوبه کې د انرژۍ د بحران د حل لپاره په ښارونو کې د بازارونو او کاروباري مرکزونو د شپې په نهو بجو او د ودونو هالونو د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د تړلو پرېکړه لا دمخه عملي شوې ده.
د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د هیواد د اقتصادي شورا په غونډه کې څلورو واړو صوبو په اصولي توګه موافقه وکړه چې د انرژۍ له بحران سره د مقابلې لپاره به د شپې اته بجې بازارونه او دوکانونه بندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...