چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې غلو د طب پوهنځي یو استاد وژلی

ننګرهار کې غلو د طب پوهنځي یو استاد وژلی

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) په ننګرهار کې د طب یو ډاکټر او د پوهنځي یو استاد دوکتور نعمت الله ولي‌ د هغو زخمونو له کبله مړ شوی،‌‌ چې څو ورځې مخکې د غلو بريد کې ورکړل شوي وو.

په ننګرهار کې د سپين غر په نوم د‌ لوړو زده کړو يوې خصوصي مؤسسې په خپره کړې اعلامیه کې د نوموړي مړینه تأیید کړې او ويلي، چې ډاکټر ولي د يې د معالجوي طب پوهنځي استاد او د پاراکلينيک ډيپارټمنټ آمر و.

په ټولنيزو رسنيو کې د جلال اباد ښار يو شمېر ځوانانو ويلي، چې داسې پېښې په وروستيو کې زیاتې شوي او طالب چارواکي يې بايد مخه ونيسي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له څه مودې راهيسې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د داسې پېښو راپورونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هره ورځ د غلا او جنایي پېښو په تړاو د ګڼو کسانو د نيولو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب