Homeخبرونهط- الب والي د کابل پېښې سیمې ته لاړ، خو نه یې...

ط- الب والي د کابل پېښې سیمې ته لاړ، خو نه یې وغندله او نه ېې خواشيني وښوده

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د کابل لپاره د طالبانو والي صاحب شیخ الحدیث مولوي نداء محمد نديم نن د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې د اهل هنودو له هغه عبادت ځای څخه لیدنه وکړه، چې څو ساعته د څو بریدګرو تر برید لاندې و.

د نوموړي وياند هاشمي په خپره کړې اعلامیه کې پرته له دې، په دې په مشخص ډول د چا نوم واخلي، د « دښمن» په ټکي له ټینګار سره د پېښې عاملين په خپل هدف کې پاتې ګڼلي او په ځپلو ېې ټینګار کړی.

په اعلامیه کې د نننۍ پېښې د غندنې او اهل هنودو سره د غمرازۍ کومه يادونه نه ده شوې، تر دې چې عبادت ځای ته ېې يوازې « د خلکو د ګڼې ګوڼې ځای» اصطلاح کارول شوې ده.

په دې اړه د کابل لپاره د طالبانو د والي له خولې ليکل شوي:« دښمن نور له پښو غورځیدلی، همدا يې اخيري زور دی، د مخامخ مقابلې زور يې له لاسه ورکړی، غواړي اسلامي مقدسات، مکتبونه او هغه ځايونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکښې زياته وي په نښه کړي، همدا ددوی وروستي هدفونه دي او تاسو ته اطمينان درکوم چې دښمن به له منځه ځي او هغوی نور د مقاومت توان له لاسه ورکړی.»

د طالبانو د کابل د والي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو، افغان سیاستوالو او په پراخه کچه افغانانو یاده پېښه غندلې او له افغان هندوانو او سکهانو سره ېې خواخوږي څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...