پوهندوی آصف بهاند
(د پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ مړینه)
نامتو فولکلوریست، ولي محمد سیال کاکړ وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون .
پروفیسر سیال کاکړ په اوسني فرهنگي بهیر، په تېره پښتو ادب کې یو لوی او مطرح شخصیت دی. سیال د پښتني فولکور په برخه کې دومره کار کړی دی چې په اوسني وخت کې د ده نوم له پښتني فولکلور سره تړلی گڼل کېـږي.
سیال کاکړ په اوسني ادبي بهیر کې یو له هغو شخصیتونو څخه و چې په یوازې تن یې د یوې لویې فرهنگي مؤسسې او یوې اکادیمۍ په اندازه کار کړی دی.
مگر له بده شامته چې اوسني فرهنگي بهیر او پښتو ادب خپله دا لویه هستي له لاسه ورکړه او همدا نن (د ۲۰۲۲ م کال د جون پر اتلسمه) د دې لوی خدمتگار د مړینې خبر میډیا خپور کړ.
ازادي رادیو ویبپاڼې د پروفسر سیال کاکړ د مړینې په باب داسې ولیکل:
«د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، څېړونکی او فلکوریست ولي محمد سیال کاکړ تر څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۷۸ کالو په عمر ومړ.
پوهاند ولي محمد سیال کاکړ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړی و نن د ۸۷ کالو په عمر د کويټې په یو روغتون کې ومړ.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه په مړینه خواشیني ښودلې په یوه اعلامیه کې يې ویلي دي، چې هغه د پښتو ژبې اړوند ډېرې څېړنې کړي او بېلابېل اثار يې لیکلي دي.
ګڼو افغان لیکوالو او څېړونکو د ښاغلي سیال مړینه د پښتو ادب لپاره لویه ضایع بللې ده.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی او د سیمه ییزو مطالعاتو اوسنی رییس ظاهر شکیب وايي، ښاغلي سیال کاکړ د خپل عمر په وروستیو کې خپل ټول قلمي اثار او بشپړ کتابتون چې زرګونه مهم او تاریخي اثار په کې وو د افغانستان علومو اکاډمۍ ته ډالۍ کړل، چې دلته ترې ګټه اخیستل کېږي.
هغه وویل: “ده خپل ډېری اثار د افغانستان کې علومو اکاډمۍ ته ډالۍ کړي چې په دې کې ۱۳۳ قلمي نسخې، او څه دپاسه ۴۵۰۰ عنوانه کتابونه دي، قلمي نسخې په ارګ کې خوندي دي او کتابتون اوس په علومو اکاډمۍ کې خوندي دی، او افغانان ترې ګټه اخلي.”
افغان لیکوال او څېړونکی داوود عربزی وايي، سیال کاکړ د پښتو د فلکور او دغه شان تاریخ پوهنې په برخه کې یو بې ساری متخصص و چې ښايي بیا تکرار نه شي.
هغه وویل: “سیال کاکړ په خپل دې اوږد عمر کې پښتو ژبې ته بې سارې خدمتونه وکړل، په ځانګړي ډول د فلکور او قلمي نسخو د راټولولو په برخه کې، دې د عمر تر پایه له ادب سره تړلی پاتې شو، او د ژبې او ادب د پاللو هڅې يې وکړې.”
پوهاند ولي محمد سیال کاکړ په ۱۹۳۵ میلادي کال د پاکستان د پښین په سیمه کې زېږدلی و، لومړنۍ زده کړې يې همدغلته په خپل کلي کې کړې وې، خو وروسته د کویټې، پېښور او پنجاب پوهنتونونو ته د نورو زده کړو لپاره تللی و.
نوموړي په پښتو، درې او اردو ادبیاتو کې درې ماسټریانې کړې وې.
نوموړی په ۱۹۶۴ میلادي کال په بلوچستان پوهنتون کې دنده پیل کړه او په دغه پوهنتون کې د نوموړي په هڅو د پښتو ژبې او ادب څانګه جوړه شوه چې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې په کې هغه د استادۍ دنده درلوده.
ښاغلي سیال کاکړ تر څلویښتو ډېر کتابونه لیکلي، چې ډېری يې خپاره شوي دي.
نوموړي تر ډېره د ولسي ادب په برخه کې څېړنې کړې وې.
هغه شاعري هم کوله او د شعرونو څو ټولګې يې خپرې شوي دي.
نوموړی د پښتو تر څنګ په اردو، فارسي، بلوچي، پنجابي، براهوي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شوې.
د پښتو ترڅنګ يې د “گنجينه ادب” او “خزينه دانش” په نوم په فارسي ژبې هم دوه کتابونه لیکلي او خپاره کړي دي.»
د پروفیسر سیال کاکړ د مړینې له خبر سره سم د ده عکسونه او لنډه بیوگرافي په میډیا کې په گڼو ادرسونو کې خپره شوه. ما ژر ویکیپیدیا ته سر ورښکاره کړ، هلته هم په لنډ ډول معرفي شوی و او د څو کتابونو نومونه یې هم اېښودل شوي دي.
لنډه بیوگرافي او د چاپ شوو اثارو نومونه یې په یوه فیسبوکپاڼه کې داسې راوړل شوې ده:
«سيال کاکړ څوک دی؟
پوهاند سيال کاکړ (په انگري (Syal Kakar) د د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړې ده.
پوهاند ولي_محمد_خان چې د سيال کاکړ په نامه پېژنگلوي لري په ۱۹۳۵ م کال د پښين په سرانانو کې زېږېدلى دى.
زده_کړې:
لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره د کوټې پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللى دى. پوهاند سيال كاكړ په پارسي، پښتو او اردو ژبو كې د ماسټرۍ ډگرۍ تر لاسه كړې دي، همدارنگه يې د (بي اې) بريليک هم د پنجاب له لايلپور (فيصل اباد) ښاره تر لاسه كړی دی. نوموړى د پښتو تر څنگ په پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهېږي او روانې خبرې په كولاى شي.
دندې:
په۰ ۱۹۶۴ م کال يې د استاد په توگه پر خپل کار پېل وکړ.نوموړي ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت کړى.
پښتو_ادب_کې_ونډه:
ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر کتابونه ليکلي دي.دى د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په لر او بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله. هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړى غاړې ، ،انگۍ ،متلونه، ساندې ، برغازۍ ،چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي.
(غاړې) كاكړۍ غاړې او څېړنه
پښتني افكار (پښتو كيسۍ)
سپېڅلي گايونه (متلونه)
چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول)
گراني ملغلري (شعري ټولگه)
پښتني جام (شعري ټولگه)
پښتني فولكلور
ملي دردونه (شعري ټولگه)
غورځنگ (شعري ټولگه)
كاكړۍ (كاكړۍ غاړې)
ترينو (د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه)
ملي ادب (متلونه)
مزارات (د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات)
د كسې د لمني پښتو ژورناليزم
پښتني نومونه
پښتو مترادفات
فولكلوري طب
ادبي څېرې (انځوريزه تذكره)
د کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه)
پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه)
فولكلوري سوغات (د اتڼ نارې)
فولكلوري سندرې
پښتو نكلونه
فولكلوري جواهر (د ښادۍ بدلې)
د كوشنيانو ادب
د كوشنيانو ژبه
انگۍ (د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول)
منظومه تذكره
ادبي انځور (مقالې)
سنگر (شعري ټولگه)
كاكړي (د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه)
نثري انځور (مقالې)
پخوانۍ غاړې (ازادې غاړې)
غوره انځور (شعري ټولگه)
گنجينه ادب فارسى (فارسي مقالې)
خزينه دانش (فارسي مقالې)
زرين انځور (مقالې)
د ده د پخوانیو انتیریوگانو په لړ کې یو هم د بي بي سي پښتو له «اومه ستدیو» نومې پروگرام سره مرکه ده. پروفیسر سیال کاکړ کله چې د ۲۰۰۸ ام کال په جنوري کې د بي بي سي پښتو د اومې ستدیو میلمه و، هغوي د مقدمې په ډول سیال کاکړ داسې خپلو اورېدونکو ته ورپېژندلی دی:
«پروفېسر سيال کاکړ مو د اوومې سټوډيو مېلمه دى
پروفېسر ولي محمد خان چې دسيال کاکړ په نامه پېژنگلو لري په ١٩٣٥کال د پشين په سرانانو کې زېږدلى او لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پشين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره دکوټې پېښور او د پنجاب لاهور پوهتنون ته تللى دى.
دسيال کاکړ په اوومه سټوډيو کې.
په ١٩٦٤ م کال يې د استاد په توگه پر خپل کار پېل وکړ. نوموړي ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت کړى.
ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ٣٦ ډېر کتابونه ليکلي دي. دى د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په لراو بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړى غاړې ، ،انگۍ ،متلونه،ساندې،برغازۍ ،چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي.
د نوموړي د ځينو ليکليو کتابونو نومونه په دې ډول دي.
غاړې د نوموړي لومړۍ کتاب او غور انځور دهغه وروستى کتاب ، د کوچينانو ادب،پخوانۍ غاړې ،
د کسې دلمنې پښتانه ليکوال،پښتو او پښتانه په سويلي پښتونخوا کې،
انگۍ .چيغيان،د کسې د لمنې پښتو ژورناليزم ،پښتني فولکلور ،پښتني جام
ملي دردونه،غورځنگ،ترينو،کاکړۍ ،کاکړي گړدود ،فولکلوري طيب،فولکلوري سوغات،پښتو
نکلونه،فولکلوري جواهر،د کوچينانو ژبه،ادبي انځور ،سنگر،نثري انځوراو دغه ډول ځيني نور کتابونه يې ليکلي دي…»
په یوتیوب کې یې د بشپـړې بیوگرافۍ ویدیو موجوده ده، مینوال کولای شي په لاندې لینک کې وگوري:
استاد سیال کاکړ خپل ټول فرهنگي ژوند پښتو ژبې ته د کار لپاره وقف کړی و. په میډیا کې یې د اوه دېرشو چاپي کتابونو خبره شوې ده، خو داسې ویل کېـږي چې یو څه ناچاپ اثار هم ورنه پاتې دي.
پروفیسر سیال کاکړ په ۱۹۶۴ میلادي کال په بلوچستان پوهنتون کې د لکچرر په توگه دنده پیل کړه او په دغه پوهنتون کې یې د پښتو ژبې او ادب څانګه پرانسته.
موږ د لوړو زدکړو په دواړو دورو (لیسانس ـ ماستري) کې د «فولکلور پېژندنه» مضمون درلود. دا مضمون په لیسانس دوره کې استاد حبیب الله جاج پښتونزوی او په ماستري دروه کې استاد محمد صدیق روهي موږ ته تدریساوه. دواړو استادانو به د فولکلور په برخه کې د سیال کاکړ د لیکلو اثارو او راټولو کړو موادو په باب لکچرونه وړاندې کول او دا به یې ویل چې سیال کاکړ په یوازې ځان بیخي ډېر کار کړی دی.
ما (اصف بهاند) چې د شپېتمې لسیزې په پیل کې د خپل یو کتاب (کوچنیانو ادبیات) لیکل پیل کړل، زما د مأخدونو په لست کې د پروفیسر سیال کاکړ د «د کوشنیانو ادب» د فهرست په سر کې ځای درلود. د سیال کاکړ د دې اثر په باب ما پنځه دېرش کاله پخوا داسې لیکي وو:
«په پښتو ادبیاتو کې د کوچنیانو د ادبي تاریخ او د کوچنیانو د ادب د تیورۍ په برخه کې د پاملرنې وړ اثر د ښاغلي سیال کاکړ «د کوشنیانو ادب» دی. پروفیسر سیال کاکړ د خپلو ژورو علمي او په زړو پورو تحقیقاتو په لړ کې، کوچنیان هم هېر نه کړل، دوی ته یې هم پاملرنه وکړه، د دوی ادب او روحي دونیا ته.
پروفیسر سیال کاکړ د کوچنیانو د ادب په برخه کې خپل لومړنی تحقیقي اثر په ۱۹۷۹ کال کې «د کوشنیانو ادب» په نامه چاپ او خپور کړ…»
(بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، دولتي چاپخونه، ۱۳۶۶ ام کال، ۱۵۷ ام مخ)
سیال کاکړ له افغانستان او افغانانو سره ځانگړې مینه درلوده، د همدې مینې له مخې یې په یوه بیساري اقدام سره خپل کتابتون د افغانستان د علومو اکادیمۍ ته ډالی کړ. په ۲۰۱۹ ام کال کې ښاغلي کاکړ خپلي ۱۳۳ خطي نسخې او ۴۶۰۰ عنوانه کتابونه د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وروسپارل.
کله یې چې یاد قلمي او چاپي اثار د افغانستان علومو اکادیمۍ ته وسپارل، په میډیا کې یې خبر په دې بڼه خپور شو:
«پوهاند سيال کاکړ په زرګونو کتابونه د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وسپارل،
دکوزي پښتونخوا تکړه ليکوال او څېړونکي پوهاند سيال کاکړ د خپل کتابتون ۱۱۳ قلمي نخسې او ۴۶۰۰ کتابونه د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وسپارل.
تېره ورځ په دې تړاو په کابل کي يوه غونډه هم جوړه سوې وه، چي د ولسمشر اشرف غني په ګډون پکي ګڼو اديبانو او پوهانو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کي ولسمشر غني وويل: “نن ټولو ته د خوښۍ ورځ ده چي زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کيږي. پروفیسور سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی وو”.
غونډې ته په علمي او ټولنیزو چارو کي د ولسمشر غني سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون وویل، د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې یې د ولسمشر غني په مرسته او لارښوونه کابل ته ولېږدول. ښاغلي ازمون د پوهاند سیال کاکړ مننه وکړه چي وایي په خپلو شخصي پیسو اخیستې پانګه یې وړیا افغانستان ته وسپارله. ډاکټر ازمون وویل:
“د پښتو، دري او عربي ژبو پر دغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چي له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل سوې”.
ولسمشر اشرف غني لارښوونه وکړه، چي په کوټه ښار کي د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د کلتور کور سي. علومو اکيډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ د لرګي لوحه- چي نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري- جوړه کړي.
ولسمشر غني د کابل د اریکایوز چارواکو ته لارښوونه وکړه، چي د پروفیسر سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې دې و رغوي او سکين دې یې کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چي په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وسي.
پوهاند سيال کاکړ ته د ولسمشر لخوا د سيدجمال الدين افغاني مډال هم ورکول سو.
۸۴ کلن ولي محمد خان سيال کاکړ د کوزي پښتونخوا د پښين ولسوالۍ په سرانانو کلي کي زو کړی او په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونو کي يې د پښتو ژبي خدمت کړی دی.»
د استاد سیال کاکړ د مړینې خبر په خپرېدو سره په بېلابېلو پتو کې د قلموالو د خواشینۍ پیامونه خپاره شول، دا یې دوې بېلگې دي:
ډاکتر لطیف یاد:
«په ډېرې خواشینۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د جنوبی پښتونخوا نامتو څیړونکي، تاریخپوه او فولکلوریست ښا غلي پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ چې دپښتو او پښتنو په اړوند یې ډیرې څیړنې کړي دي له دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه . دده مړینه پښتو ادب او تاریخ ته ستره ضایعه ده.
لوی خدای دې وبخښي!
ارواښاد سیال کاکړ پر پښتو ژبې ډیر احسانونه کړي دي.»
عبدالهادي هادي:
«مرګه ورک شې څومره سم سړی دې یوړو
څومره دروند او محترم سړی دې یوړو
د ځوانانو یو ریښتینی آموزګار وو
د کتاب او د قلم سړی دې یوړو
قیام
په ډېره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې نن د ۲۰۲۲ د جون پر اتلسمه ، په جنوبي پښتونخوا کې ، د پښتو تر ټولو مطرح فوکلوریست، یاد شاعر، لیکوال او استاد، پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ له خپلو کمزوره شویو اوږو د ژوند بار کوز کړ او په ابدي سفر ووت.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ په ۱۹۳۵ عیسوي کال د جنوبي پښتونخوا د پښین د سرانانو په کلي کې د ارواښادعبدالرحمن خان کاکړ کره زیږېدلی، په پښتو، اردو او فارسي کې یې لوړې زده کړې کړي او کلونه، کلونه د ځوان نسل په روزلو بوخت پاتې شوی وو، د کالجونو استادي یې کړې او ډېر وخت د کوټې په پوهنتون کې د پښتو څانګی مشر او استاد ؤ . پردې سر بیره پیاوړی فولکلوریست، پوخ لیکوال، حساس شاعر او د خپلې مورنۍ ژبې پښتو لوی خدمتګار وو.
له ارواښاد پوهاند سیال کاکړ نه شاوخوا څلوېښت کتابونه پاتې دي چې زیاتره ولسي ادبیاتو او فوکلور په باب څېړنېز آثار دي او یو شمیر یې د ده د خوږې شاعرۍ ټولګې دي.
د استاد سیال کاکړ پر مړینه پښتو ژبې یو سیال فوکلور پېژندونکی، وتلی څیړونکی، یاد شاعر او یو مهربان استاد له لاسه ورکړ چې تشه به یې تر ډېرو اوږدو کلونو محسوسه وي.
د استاد پروفیسور ولي محمد خان سیال کاکړ اروا دې ښاده او یادونه دې یې تلپاته وي.»
د دې کرښو د لیکلو په ورستیو شېبو کې د استاد معصوم هوتک یو علمي پیام په افغان جرمن پورتال کې د خپرېدو لپاره راته راورسید چې د سیال کاکړ پر علمي او فرهنگي ژوند یې رڼا اچولې ده. په یاد پورتال کې مې تر خپرولو وروسته اړینه وگڼله چې د دې لیکنې د لا غنا په خاطر یې د دې لیکنې په پای کې خوندي کړم:
«د خواشینوونکو خبرونو په لړ کي پرون له کابله یو دوست راته ولیکله چي د افغانستان د علومو اکاډیمۍ څو پخواني د ګوتو په شمار پاته غړي له اکاډیمۍ څخه منفک سول. ظاهراً به ئې د سِن ډېروالی ورته پلمه گرځولې وه. د زړه په خواشینی سوم او دا خواشیني مي لا پر ذهن و فکر پرته وه چي په تعقیب ئې بل دوست حال راکړ چي سیال کاکړ وفات سو.
انا لله و انا الیه راجعون .
د سیال کاکړ پر وفات خو به د خپل عادت له مخي مرثیه بل وخت ته پرېږدم ، سمدلاسه به دا څو کرښي ددغه پښتانه سیال په یاد وکاږم:
ارواښاد ولي محمد خان سیال کاکړ د جنوبي پښتونخوا له وتلو او نومیالیو لیکوالو او محققینو څخه وو. د تحقیق عمده ساحه ئې د پښتني فولکلور موندل، راغونډول او خپرول او همدغه شان تذکره لیکنه وه. په دې برخه کي ئې درنې بریاوي په برخه سوي دي او د هغه چا له پاره ئې د اَن د پاسه مواد برابر کړي دي چي د پښتني فولکلوریک ادب په باب د څېړني خیال لري.
له سیال کاکړ سره زما غیابي پېژندگلوي دده د آثارو له لاري وه خو په ۱۹۹۰ع کال د کوټي په ښار کي مو د مخامخ پېژندگلوۍ موقع برابره سوه. ښه د میني خوږ مجلس مو سره وکړ. دغه وخت ما د مولوي صالح محمد هوتک ” پاشلي ویناوي” کتاب له کراچي ښار څخه خپورکړی او یو ټوک مي ده ته هم استولی وو. د کتاب پر محتوا مو ښې اوږدې خبري وکړې. تر دې مخامخ خبرو وروسته مو نو تیلفوني اړیکي هر وخت لرلې. دغه راز مو د کندهار پوهنتون له خوا په جوړ سوي سیمینار او د راز د کوټي اکېډیمي له خوا د ” پښتو او جهانیت” په نامه د جوړ سوي سیمینار پر وخت هم د کوټي په سرینا هوټل کي لیده کاته میسر سول. دغه وخت سیال صاحب خپل زیات شمېر آثار هوټل ته زما له پاره راوړي ول چي اوس زما د کتابتون یوه ځانگړې تاخچه په ډکه ده.
سیال صاحب به هروخت د افغانستان په علمي هستیو ویاړ کاوه. د افغاني پوهانو په آثارو به د زړه له کومي خوشاله کېده. د افغانستان علمي او اکاډمیکو شخصیتونو هم هر وخت سیال کاکړ د خپلي فرهنگي لاري ملگري باله. په زیاترو علمي کنفرانسونو اوسیمینارونو کي ئې بلنه ورکوله او ده به هم برخه پکښې اخیستله. له علامه حبیبي او علامه رشاد سره خو ئې مینه دومره زیاته وه چي زما په مخ کي به ئې د هغوی د نامه له اورېدلو سره تر سترگو بې اختیاره اوښکي راغلې. سیال صاحب تل د افغانستان خواخوږی پاته سوی وو او افغانستان ته ئې د خپل ابایي وطن په سترگه کتله. په غم ئې غمجن او په خوښۍ ئې ښادمن وو. له افغانستان سره دده د دوستۍ لوی ثبوت دا وو چي د خپل ټول عمر په زیار راغونډ سوي کتابونه او ځیني خطي نسخې ئې د افغانستان اکاډمۍ ته وبخښلې.
سیال صاحب له ډېر وخت راهیسي ناروغه وو. د ناروغۍ پر وخت به مي هر وخت د کوټي له دوستانو څخه دده پوښتنه کوله او سلامونه به مي ورلېږل. خو پښتانه وایي چي مرگی سته، ښادي نسته. موږ په داسي حال کي د سیال صاحب پر وفات ژاړو چي پر مېنه مو د مصیبتونو په اورولو کي د اسمان خروښ لا سوړ سوی نه دئ.
زما روغتیایي وضع اوس ددې نه ده چي د خپل دغه دوست او اشنا په باب دي لکه څرنگه چي ښایي، تفصیلي لیکنه وکاندم. د همدې څو کرښو په لیکلو سره ددغه مرحوم روح ته د پاک خدای له خوا د مغفرت دوعا کوم . ډېرانتظار په کار دئ چي ددغه شان هستیو ځای دي ډک سي.
آشاوا ــ کاناډا
۱۸مه د جون ۲۰۲۲ع