چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپخوانۍ ولسي جرګې په انلاين ډول د فعالیتونو د بیرته پيلولو اعلان...

پخوانۍ ولسي جرګې په انلاين ډول د فعالیتونو د بیرته پيلولو اعلان وکړ

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ولسي جرګې دارالانشا ویلي، چې د جرګې ناستې به په انلاين ډول بیرته پیل کړي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ړنګې شوې ولسي جرګې غونډې به د پخوا په څېر په اوونۍ کې درې ورځې تر سره شي.

ویل شوي، چې دا ناستې له نړیوالو بنسټونو او د نړۍ د پارلمانونو (IPU) په همغږۍ او تفاهم جوړېږي.

په خپره شوې اعلامیه کې د ولسي جرګې له پخوانیو استازو غوښتل شوي، چې د نړيوالو او کورنيو رسنيو تر پوښښ لاندې په ترسره کيدونکو دغو ناستو کې برخه واخلي.

پیغام کې ویل شوي، چې د دغو ناستو مشري به د موافقت په صورت کې د پخوانۍ ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني او اداري پلاوی کوي.

پیغام کې راغلي، که د اداري پلاوي پخواني غړي موافقت ونه کړي، په انلاین توګه به نوی اداري پلاوی وټاکل شي.

د دغې اعلاميې په اړه د پخواني ولسي جرګې رييس، اداري پلاوي او نورو سرچينو څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. دا نو د افغانانو په تازه زخمونونو یو وار بیا مالکه شیندل دی چی د چورلمان ملی خاینان او لوی غله یو وار بیا د میر رحمان او مسلمیار په مشرۍ راڅرګند شی
    همدا دلیل دی چی افغانانو باندی تالبی وحشت او جهالت انتها ته رسیدلی او هیڅوک خوله نه شی خلاصولی ځکه چی ددې مفسیدینو او ملی خاینانو د ملاتړ ټاپی ورباندی لګیږی

    که افغان ولس غواړی چی له دی بدبختۍ ځان خلاص کړی نو باید دا مفسیدین او ملی خاینان د تالبی وحشت او تور جهالت سره یو ځای مسترد کړی او اجازه ورنه کړی چی په
    سرنوشت يی بیا لوبی وکړی

    دا مفسیدین اوملی خاینان نه مخکی د افغانانو نماینده ګان وو او نه اوس
    هو د تالبانو غیږ ددې خاینانو په مخ خلاصه ده او کولی شی چی یو بل ته غاړه ورکړی او په هوايی ډګرونو کی به يی تالبی ملایان او مفتیان استقبال هم وکړی.

  2. دلته ټوله ملامتی بی سنجشه ملت ته متوجه کیږی چې ډیر خاین خلک یی خپل وکیلان کړی و، نو له دنیا ولی ګیله کوئ، ملامت خپله ملت دی ته والله الله ګل، حاجی قدیر همایون رحمانی او لسګونه نور و د وکالت اهلیت درلود؟ او دا خو کرزی او اشرف غنی یاامریکا نه و ټاکلی خو ملت رایی ورکړی وی. یو هزاره وروڼه پکی هوښار وختل چی رمضان بشردوست غوندی سړی یی و کیل کړی و باید له هزاره وروڼو هر څه زده کړو. دوی تیرو شلو کلونو کی ډیره هوشیاری ثابته کړه ټولو ځانونه باسواده او ترماستری ورسول آفرین شه په دی نر خلکو او د دوی په وکیل بشردوست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی