چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپه پکتیکا کې یوه پیر خپل مرید ته ناموسي کنځلې وکړې

په پکتیکا کې یوه پیر خپل مرید ته ناموسي کنځلې وکړې

تاند(شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د پکتیکا ولایت په کټواز ولسوالۍ کې په یوه لویه ناسته کې یوه سړي چې ځان پیر بولي د خپلو لسګونو ورټولو شویو کلیوالو مریدانو له ډلې څخه یوه ته عصباني شو او ډېره پوچه خوله یې ورته وخوځوله.

پیر خپل مرید ته ښځه یاده کړه او ویې ویل چې ولې یې د هغه په مجلس کې پښې غزولې دي.

په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د پوچ خولي پیر له خوا یوه ساده کلیوال ته د کنځلو پر وړاندې غبرګونونه ښودلي او وایي چې دا او ده ته ورته نور یو شمېر کسان چې ځانونه پيران بولي اصلا د خلکو له ناپوهۍ څخه ناوړه استفاده کوي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه مشر شاعر او لیکوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، له تاند سره په خبرو کې د دغه ډول پیرانو له ډلې څخه د یوه ذکر وکړ چې پخپله یې دین ته شا اړولې او د مریدانو لپاره له ځانونو نه معبودان جوړوي.

هغه وویل، «د جهاد په کالونو کې مونږ د یوه تنظیم له یوه مشر سره چې ځان یې پیر باله پکتیا ولایت ته لاړو، هلته به مونږ ټول سهار وخته پاڅېدلو، اودسونه لمونځونه به مو وکړل، مریدان به راټول شوي وو خو مونږ به ورته ویل جې پیر ټوله شپه ناست وو عبادت یې کاوه، او اوس ارام کوي، خو پیر به نهه یا نهه نیمې بجې راپاڅېد، مردار مخ به یې نیولی وو، مخ ته به یې یا اوبه واچولې یا نه او له مریدانو سره به کېناست او بیا به ناپوهو کلیوالو د هغه د لاسونو وینځلو اوبه وړلې او په ناروغانو او شنډو ښځو باندې به یې څښلې چې ماشومان یې پیدا شي.»

په افغانستان او سیمه کې له کالونو او لسیزو راهیسې د پیرانو بازار ګرم دی او ویل کیږي چې د انګریزي استعمار په شمول یرغلګرو هم بې شمېره ځلې په افغانستان او سیمه کې د خپلو هدفونو د پوره کولو په موخه د خلکو د تېر اېستلو لپاره خپل مخبران د پیرانو او مریدانو په جامه کې ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب