زبیر افغان
څېړنې ښيي چې مادي محرومیت په انسان کې د کمترۍ احساس پيدا کوي.
مادي محرومیت نه یوازې د انسان پر روان منفي اثر کوي، بلکې پر فزیکي وجود يې هم منفي تاثیرات لري. دا هم ثابته ده چې یوازې پر فرد يې اغېزې منفي نه وي، پر ټولنه هم بد اثر کوي؛ ځکه ټولنه له افرادو جوړه ده، که افراد په فزیکي او ذهني لحاظ روغ نه وي، هغه ټولنه به هم د فزیکي جوړښت له مخې او هم له رواني پلوه نورماله نه وي.
یو انسان/ټولنه چې د نورو په مقابل کې د کمترۍ احساس وکړي، بیا د خیال غېږې ته پنا وړي. د انسان په دماغ کې د تخیل برخه هم د انسان لپاره نعمت دی او هم منفي اړخ لري. د کمترۍ په وخت کې د تخیل نړۍ موږ ته کاذب ډاډ راکوي، موږ له خپل شاوخوا ناخبره له ځان سره خوشاله یو، ما/موږ له ځان سره دنګې مانۍ جوړې کړې وي، شانداره ښارونه مو وي، ښه ژوند لرم/لرو، هغه کسان چې زه يې په وړاندې د کمترۍ احساس کوم، هغوی مې/مو همدې حالت ته اړ کړي وي؛ خو د عینیت په نړۍ کې بیا هر څه د دې برعکس وي. په انسانانو کې یوه برخه يې د مادي نړۍ پر بدلون او اسبابو فکر نه کوي، بس دی د خیال په نړۍ کې ځان ته کاذب ډاډ چمتو کوي، چې د تخیل د ذهني برخې یو منفي اړخ دغه هم دی.
د مادیت په نړۍ کې هر څه په مادي اسبابو اړه لري، د هر پر مختګ تر شا مادي اسباب وي، کله چې دې اسبابو ته لاس رسی ونه لرو، بیا د کمترۍ احساس را کې پيدا کېږي او څومره چې زمانه پر تېرېږي، موږ له دې اسبابو محروم پاتېږو، د کمترۍ ګراف هم ورسره لوېږي.
په دې مرض اخته کسان یا پوچې ادعاوې کوي، یا د خیال په نړۍ کې ژوند کوي، یا له مادي محرومیت څخه پيدا شوی بحران په تشو وعظونو کابو کوي، زموږ د ټولنې د تشو ادعاوو یو لامل همدا دی.
هغه ټولنې چې حال يې خراب او ایینده تیاره ويني، هغوی په ماضي کې ژوند کولو باندې خوښ وي، د شخص حالت هم له ټولنې بېل نه وي. د مسلمانانو او په خاص ډول د افغانانو حالت د دې خبرې ژوندی مثال دی. مسلمانان چې د غربيانو د مادیت په وړاندې د کمترۍ په احساس اخته دي، څو ډوله عکس العملونه يې پارولي دي:
اول: له مادیت څخه کرکه په روحانیت خوشاله کېدل؛ په وروسته پاته او د کمترۍ په مرض اخته ټولنې او اشخاص له مادیت څخه ظاهرن کرکه کوي او د روحانیت لور ته پر پاملرنه ډېر فوکس کوي. د دغه تمرکز عامل يې هم په اصل کې له ماديت څخه محرومیت وي؛ محرومیت په بشر کې د ګڼو ستونزو لامل کېږي، د هغه پر روان تاثیر کوي، د هغه پر فزیکي وجود يې اغېزې جوتې وي، د هغه کردار او ګفتار يې اغېزمن کړي وي، له نورو سره پر چلند يې اثرات ثابت وي او… لنډه دا چې محرومیت د بشر د ژوند هر اړخ متاثره کوي.
د روحانیونو دغه ډله بیا له مادي محرومیت څخه ټولنې ته ور پېښ بحران په وعظونو او نصیحتونو کابو کوي؛ په ژوند کې دواړه مهم دي او خپل رول لري، اما له مادیت څخه را پېښه ستونزه په روحانیت له منځه وړل، یا د مادیت اثرات په روحانیت ختمول، د ځان خطا ایستل دي. زموږ ټولنه د دې ښه مثال دی، یو څوک چې په جومات کې لمونځ کوي، خو تر راوتلو وروسته د لمونځ کوونکو بوټ غلا کوي، په حرم شریف کې د حاجي هماینۍ وهي، د جومات په محراب کې خپله جنسي تنده سړوي، د جومات له منبره خپله کرکه او غوسه ښکاروي، عقده سړوي او په وینا کې يې مادي محرومیت له ورایه څرګندېږي.
ځان غلطول هم د ځان په تاوان دي او ټولنه خطا ایستل هم د ټولنې په زیان، زموږ د ټولنې روحانین دواړه کاره کوي، د ځان له غولولو سره ټولنه هم غولوي؛ دا سمه ده چې مادیات هم د بشر لپاره منفي او مثبت اړخونه لري او بل دا چې منفي او مثبت تر ټولنو توپير هم کوي، یو شی چې موږ ته منفي جنبه لري، ممکن په بله ټولنه کې مثبت اړخ ولري؛ له دې هر څه سره له مادیاتو د انسان چاره هم نه شته. بل لور ته دغه واعظین دې ته فکر نه کوي چې زموږ په ټولنه کې له دې محرومیت څخه څومره بدۍ را پيدا شوې دي؟ خپل عیب ته پام نه کوي، د بل یوه عیب ته يې ګوته نیولې وي. په ټولنه کې د هر شي د ګټې او زیان اړخونه به سنجول کېږي، که يې ګټه زیاته وي، ټولنه باید ورته تشویق شي او زیاته ګټه يې خپله پر واړه نقصان پرده غوړوي.
یو بل عیب مو دادی چې د مادیت په نړۍ کې هره راغلې نوې پدیده موږ ته تر هغو له روحانیت سره په ټکر کې ښکاري چې اخر زموږ خپل شخصي ژوند او د کورنۍ ماحول مو ځنې متاثره شي بیا موږ ورته تسلیمېږو. لکه: راډیو، ټلیفون، ټلویزیون، بانک…
دویم: ماضي ته پنا وړل؛ که یوه ټولنه یا شخص شانداره او د یادولو وړ ماضي ولري، نو د حال او ایینده د خرابېدو په صورت کې هغه د خپلې ماضي ډېره یادونه کوي، دغه یادونه به يې هم له مبالغې او زیاتوبه خالي نه وي، په حال کې د هرې نوې پديدې په اړه به يې عکس العمل ماضي ته تګ او مبالغه وي. د مسلمانانو او په خاص ډول د مذهبي قِشر تمرکز پر دې دواړو برخو زیات دی.
درېيم: په خیالونو کې ډوبېدل؛ ځينې کسان مې لیدلي چې د نورو په وړاندې د کمترۍ احساس کوي، دی نور څه نه شي کولای، نو خیالي دنیا ځان ته جوړه کړي. تخیل د هر انسان د دماغ یوه فعاله برخه ده، چې هر انسان په بېلابېلو وختونو کې ور څخه ګټه اخلي. شاعران وايي؛ د هر شاعر د تخیل قوه چې څومره پياوړې وي، د هغه شعر ډېر ښه وي. شعر او شاعري بیا په محرومو ټولنو کې ډېره غوړېږي، ځکه دوی له شعر پرته هم د تخیل پر قوه فشار راوړي، په همدې موډ کې یې ځينې وګړي د شعر په ژبه د خیال د نړۍ یوه وړه برخه موږ ته بیان کړي، چې موږ ورته لاسونه خوځوو، چکچکې ورته کوو او هی و هوی مو جوړ کړی، دا په حقیقت کې هيڅ نه بدلوي، یوازې څو شېبې نور خلک هم خیال پلوه کړي. په خیالونو کې یو څوک هغه وخت زیات ډوب وي چې فارغه وي، یو مصروف کس/ټولنه د خیالونو لپاره زیات وخت نه لري، له دې امله يې د تخیل پر ځای پر مادیاتو نظر وي.
څلورم: د محرومیت پر اسبابو فکر کول؛ ځينې وختونه اړتیاوې انسان د بدلون او تغییر اسبابو ته متوجې کوي. دغه ډله محرومیت د تقدیر پرېکړه نه بولي، چې لاس تر زنې ورته کېني؛ بلکې هغوی د نور پرمختګ ګوري، چې تر شا يې مادي اسباب پيدا کوي، له دې امله دوی هم د خپل ځان/ټولنې هغه نیمګړتیاوې پيدا کوي چې په مادي دنیا کې يې د دوی د پرمختګ مخه نیولې ده.
په ژوند کې دا ډېره مهمه ده چې یو څوک په خپله نیمګړتیا پوه شي؛ هغه يې پر عامل فکر کوي، کله چې يې عامل پيدا کړي، د ایسته کولو لارې چارې يې لټوي. په مادي دنیا کې ټول تغییرات د مادياتو په وسیله ممکن دي؛ له دې پرته د بل شي په تمه کېناستل او د تغییر تمه کول د اوبو پر سر لیکې کښل دي چې هيڅ نتیجه به ونه لري.
۲۰۲۲/۲/۳