چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، د يوه ط- الب مقام په ګډون ۵ تنه وژل...

بېلابېلې پېښې، د يوه ط- الب مقام په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه ترلاسه شوي خبرونه څرګندوي، چې په پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتو د ځانګړو عملياتو د مسوول قاري انس په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

سرچینې وايي، چې قاري انس د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق له نیږدې کسانو څخه و او په پنجشېر، کاپیسا، بغلان بدخشان، بلخ، ننگرهار، کونړ او خوست کې یې د طالبانو عمليات سمبالول.

له کندهار څخه په یوه خبر کې راغلي، چې په میوند ولسوالۍ کې وسله‌والو د یوې کورنۍ دوه مېرمنې او یو نارینه غړي وژلي او يو بل تن ېې ټپي کړی دی.

 د دغې پېښې انګیزه تر اوسه نه ده روښانه شوې.

له هلمند څخه ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د څو جلا ترافیکي پېښو له کبله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ويلي، چې دا پیښې د دغه ولایت په نادعلي، مارجه، باباجي او واشېر ولسوالیو کې ترافیکي پېښې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی