چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د ط- الب مشرانو د...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د ط- الب مشرانو د سفرونو په اړه پریکړه کوي

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) ټاکل شوې، چې روانه ميلادي مياشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د واکمنو طالب مشرانو د بهرنيو سفرونو د محدودیت او نه محدودیت په اړه پریکړه وکړي.

د طالبانو ګڼ مشران د ملګرو ملتونو د نړیوالو بندیزونو په لیست کې شامل دي، خو په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د سولې تړون له مخې د څه مودې لپاره پر طالب مشرانو دا محدوديتونه وځنډول شول او د سفرونو اجازه په دې نيت ورکړل شوه، چې د سولې خبرو لپاره استفاده ورڅخه وشي.

اوس معلومه نه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به د طالب مشرانو د سفرونو د اجازې د ټاکلي مهلت له پای ته رسېدو سره په دې اړه څه پریکړه وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي، چې ویل کیږي د طالبانو خلاف د يوې جنګي جبهې له مشرانو څخه دی، له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري حقونو د پراخ نقض د دوام او ترهګرو ډلو سره د اړيکو له کبله د طالب مشرانو پر سفرونو محدوديتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ګومان کېږي، چې د امنيت شورا په غونډه کې به روسیه او چین د طالب مشرانو ملاتړ وکړي، يا به يې پر ضد رایه ونه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی