چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمارکس پوتزل د یوناما دفتر مشر وټاکل شو

مارکس پوتزل د یوناما دفتر مشر وټاکل شو

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتريش په افغانستان کې د جرمني پخوانی سفير مارکس پوتزل، په افغانستان کې د خپل نوي ځانګړي استازي او د یوناما دفتر د مشر په توګه ټاکلی دی.

پوتزل، چې په جرمني او فارسي ادبياتو کې ماسټري هم لري، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سره یې شاوخوا ۳ لسيزې دیپلوماتیکې دندې ترسره کړي دي.

هغه د دوو کلونو لپاره پر نوې دندې ټاکل شوی.

تر هغه مخکې ياده دنده مېرمن دیبورا لاينز تر سره کوله، چې تازه یې دوه کلن ماموريت بشپړ او له افغانستان څخه بیرته په خپله مخه ولاړه.

تمه کيږي، چې د يوناما نوی مشر به ژر افغانستان ته د خپلې دندې د پیل لپاره راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب