Homeخبرونهکندوز کې د افغان، پاکستاني او ایراني پهلوانانو تر منځ سیالي ترسره...

کندوز کې د افغان، پاکستاني او ایراني پهلوانانو تر منځ سیالي ترسره کېږي

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د کندوز لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې دغه ولايت به د افغان، پاکستاني او ایراني پهلوانانو د غېږ نيونې د سیالیو کوربه وي.

د طالبانو په یوه مطبوعاتي يادښت کې راغلي، چې په دې سیالیو کې د ګډون لپاره د ایران پهلوانان دغه ولايت ته رسیدلي دي.

 د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا نثار احمد نصرت ایراني ورزشکارانو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان دروازې د هغو ګاونډیانو او نړۍ والو پر مخ خلاصې دي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته تګ راتګ کوي او د دوی د امنیت تامینول یې خپل مسوولیت وباله.

د دغو سياليو په اړه طالبانو نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

د یو بل خبر له مخې، د‌ جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې پرون د سلګونه نندارچیانو په ګډون د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوي دي.

د جوزجان د پهلوانۍ د فدراسيون رييس محمد طاهر پهلوان ویلي، چې په بخدي پارک کې د دغو سياليو پر مهال ګڼو پهلوانانو لوبې سره وکړې او د خلکو له لوري وستايل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...