Homeخبرونهنړيوال سور صليب: زرګونه نور افغانان په سړکونو خیر غوښتلو ته مجبوره...

نړيوال سور صليب: زرګونه نور افغانان په سړکونو خیر غوښتلو ته مجبوره شوي

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د سره صليب نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د فقر له شدت سره د زرګونه تازه دمه سوالګرو د پیدا کیدو خبر ورکړ.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه نوي سوالګر لارو کوڅو ته راوتلي او د یوې مړۍ ډوډۍ د تر لاسه کولو لپاره خیر غواړي.

سرچينه زياتوي، چې افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو وس نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري د افغاني سرې مياشتې لپاره ټاکل شوی رییس مولوي مطيع الحق خالص جینوا ته په یوه سفر تللی.

طالبانو ویلي، چې نوموړي د شاوخوا ۲۰ هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خبرې کړي او د مرستو غوښتنه ېې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو مخکې په افغانستان کې د بشري وضعيت اړوند راپورونه بې ځايه تبلیغات ګڼل.

د طالبانو کابینې څه موده مخکې په کابل ښار کې د سوالګرو د بایو میټریک او د سرې مياشتې له لوري ورسره د مرستو د پلان خبر ورکړی و، خو تر اوسه په دې برخه کې د عملي اقداماتو خبر نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او څو میلیونه نور د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...