چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد‌ پښتو ژبې مشهور فرهنګي شخصيت پوهاند سیال کاکړ ومړ

د‌ پښتو ژبې مشهور فرهنګي شخصيت پوهاند سیال کاکړ ومړ

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) په سویلي پښتونخوا ( کوټه) کې مېشت د پښتو ژبې نومیالی لیکوال څېړونکی او فلکوریست پوهاند ولي محمد سیال کاکړ نن د ۷۸ کالو په عمر ومړ.

مرحوم کاکړ د پاکستان تر ولکې لاندې د سویلي پښتونخوا د پښين اوسیدنکی و، چې ټول ژوند ېې د پښتو ژبې خدمت ته وقف کړی و.

 هغه تر څلویښتو ډېر بیلابیل کتابونه لیکلي وو چې ځينې يې خپاره شوي او یو شمېر يې ناچاپ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او ویلي، چې نوموړي څو کاله وړاندې خپل شخصي کتابتون چې له څلور زره ډېر کتابونه يې درلودل او دغه شان خطي نخسې د افغانستان علومو اکاډمۍ کتابتون ته ډالۍ کړې وې.

پوهاند کاکړ ته په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړی و.

پوهاند سیال کاکړ په 1935 میلادي کال په پښین کې زېږېدلی وو، لومړنۍ زده کړې يې همدغلته په خپل کلي کې کړې وې، خو وروسته د کویټې، پېښور او پنجاب پوهنتونونو ته د نورو زده کړو لپاره تللی وو.

نوموړي په پښتو، درې او اردو ادبیاتو کې درې ماسټریانې کړې وې.

نوموړی په ۱۹۶۴ میلادي کال په بلوچستان پوهنتون کې دنده پیل کړه او په دغه پوهنتون کې د نوموړي په هڅو د پښتو ژبې او ادب څانګه جوړه شوه چې تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې پکې هغه د استادۍ دنده درلوده.

ارواښاد کاکړ تر ډېره د ولسي ادب په برخه کې څېړنې کړې وې.

هغه شاعري هم کوله او د شعرونو څو ټولګې يې خپرې شوي دي.

نوموړی د پښتو تر څنګ په اردو، فارسي، بلوچي، پنجابي، براهوي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولای شوې.

د پښتو ژبې ډېرو فرهنګي شخصیتونو او بنسټونو د نوموړي مړینه یوه لویه ضايع ګڼلې او کړي خدمتونه ېې ستايلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی